Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د افغانستان بانک: پرو سږکال مو ۵.۲ مېلیارده افغانۍ سوځولې دي
    افغانستان

    د افغانستان بانک: پرو سږکال مو ۵.۲ مېلیارده افغانۍ سوځولې دي

    صابر افغانصابر افغان26 مارچ 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان بانک مسوولین وايي، د ۱۴۰۲ کال په اوږدو کې یې ۵.۲ مېلیارده افغانۍ زاړه بانک نوټونه سوځولي دي.

    له یاد بانک څځه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د پرو سږکال په اوږدو کې د افغانستان بانک د مُندرسو بانک نوټونو سوځولو او هېوادوالو ته د نوو بانک نوټونو برابرولو په برخه کې اغېزمن اجراات کړي دي.

    د خبرپاڼې له مخې، په دې موده کې د شاوخوا ۵.۲ مېلیارده افغانیو په ارزښت زاړه بانک نوټونه په مرکز او نورو ولایتونو کې راټول او سوځول شوي دي او له پولي گردښت څخه ایستل شوي دي.

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، په بدل کې یې د معقولو پولي سیاستونو په پام کې نیولو سره خلکو ته نوي بانک نوټونه وېشل شوي، تر څو د راکړې ورکړې لړۍ په اسانۍ سره دوام وکړي.

    د افغانستان بانک د راتلونکي او اوسني کال لپاره له خپلو خلکو غوښتي چې د افغاني بانک نوټونو سمې ساتنې ته پاملرنه وکړي ، تر څو له ژر زړېدو څخه یې مخنیوی وشي.

    یاد بانک په یوې بلې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د ۱۴۰۲ ل کال په اوږدو کې د افغانستان بانک د معقولو پولي سیاستونو د طرحه کولو او اجرا کولو له لارې وتوانېد تر څو د افغانۍ د ارزښت ساتنې او په مطلوب حد کې د انفلاسیون د نرخ کنټرولولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې ولري.

    اوسمهال د افغانۍ د نړۍ یو له تر ټولو باثباته پولي واحدونو څخه ده او ارزښت یې د نوو پولي واحدونو په پرتله زیات دی.

    د افغانستان بانک د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو ۱۵ کلونو کې یې ۶۵ مېلیارده افغانۍ سوځولې او لا هم هر کال تر پینځو مېلیاردو ډېرې افغانۍ سوځوي.

    د بانکي چارو کارپوهان وايي، د افغاني بانک نوټونو د ژر زړېدو لاملونو څخه په بازار کې د نغدو پیسو ډېر چلښت، د ورکړې د برېښنايي سیستمونو او اعتباري کارتونو نه کارول او یا پرې باور نه کول، د پیسو په شمېرلو کې د یو شمېر هېوادوالو ناسم چلند یا بې پروايي او د بانکونو پر ځای په کورونو کې د پیسو ساتل بلل کېږي.

    د دوی په خبره، زموږ هېوادوال له پیسو سره هغسې چلند نه کوي، چې باید ویې کړي.

    دلته که د چا لاسونه په رنگ وي، غوړ وي یا هم لانده وي پیسې پرې اخلي، خلک په نوټونو لیکل کوي چې دا پیسې ډېرې خرابوي.

    د افغانستان بانک له هېوادوالو غوښتي، چې د بانک نوټونو د ښې ساتنې په برخه کې خپله ملي دنده اداء کړي او پیسې دې په جېبي بټوو کې وګرځوي.

    مخکینۍ مقالهاسپانیې له افغانستان سره یو مېلیون یورو مرسته کړې او روسیې د یو مېلیون ډالرو مرستې ژمنه کړې
    راتلونکي مقاله ماډرن ډیپلوماسي: د اسلامي امارت رهبري د ۱۴۰۲ کال په لاسته راوړنو ویاړي

    مربوطه لیکنې

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي ترکیه کې له خپل سوریایي سیال اسعد حسن الشیباني سره کتلي

    21 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    د ښځو حقوق؛ هغه مسئله ده چې له ډېر پخوا راهیسې یې معنی او مفهوم…

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.