Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د افغانستان بانک یو لوړ پوړی پلاوی مالیزیا ته تللی
    افغانستان

    د افغانستان بانک یو لوړ پوړی پلاوی مالیزیا ته تللی

    صابر افغانصابر افغان26 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان بانک وايي، د یاد بانک یو لوړ پوړی پلاوی د مالیزیا د مرکزي بانک په بلنه د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم په نړیوال کلني کنفرانس کې د گډون په موخه یاد هېواد ته رسېدلی دی.

    له یاد بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه پلاوی به د دې سفر په لومړۍ ورځ د مالیزیا د مرکزي بانک له خوا په جوړه شوې غونډه کې گډون وکړي.

    یادې غونډې ته د افغانستان بانک او نورو اسلامې هېوادونو د مرکزي بانکونو استازي بلل شوي دي, ترڅو د اسلامې بانکوالۍ د پراختیا په اړه له یو بل سره نظرونه او تجربې شرېکې کړي او اړینې پرېکړې وکړي.:«په دویمه او درېیمه ورځ به د افغانستان بانک پلاوی د مالیزیا د دولت له خوا د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم په جوړېدونکي نړیوال دوه ورځني کنفرانس کې گډون وکړي. دې کنفرانس ته د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو څخه د مرکزي او نورو اسلامي بانکونو او مالي موسساتو استازي را غوښتل شوي دي چې په ترڅ کې به یې گډونوال د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا، کوچنیو او منځنیو تشبثاتو په پیاوړتیا او د صکوکو او مالي بازارونو د پراختیا اړوندو مسئایلو په اړه بحثونه او گټورې مشورې وکړي.»

    د خبرپاڼې له مخې، له دې سربیره به یاد پلاوی د اسلامي بانکوالۍ اړوند د نړیوال شرعي څېړنیز مرکز، د اسلامي بانکوالۍ او تمویل د نړیوال پوهنتون، د مالیزیا د نړیوال اسلامي پوهنتون او د زکات او حج له ادارو سره د اړیکو د ټينگولو په موخه ليدنې کتنې وکړي.:«د افغانستان بانک په ټول هېواد کې د یو سوچه اسلامي او پر شرعي اساساتو ولاړې اسلامي بانکوالۍ د پراختیا لپاره هلې ځلې کوي، ترڅو له سود څخه پاک بانکي نظام رامنځته شي. د افغانستان بانک غواړي له ټولې نړۍ په ځانگړې توگه اسلامي هېوادونو سره متقابلې بانکي اړیکې ولري.»

    مخکینۍ مقالهحنفي بهر مېشتو افغانانو ته: افغانستان د ټولو گډ کور دی، راشئ او د هېواد په پرمختگ کې ونډه واخلئ
    راتلونکي مقاله هلمند کې سلگونه جریبه ځمکه له غصب راگرځول شوې

    مربوطه لیکنې

    د پنجشېر لوړو زده کړو موسسې پوهنتون ته ارتقا وکړه

    17 اگست 2025

    د ازبکستان د انرژۍ وزیر او افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی کابل ته را ورسېدل

    17 اگست 2025

    اسوشټېډ پرېس خبري اژانس: د طالبانو خپلمنځي اختلافات له منځه تللي او د هر څه پرېکړه د دوی مشر کوي

    17 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 17 اگست 2025

    امریکا او اسرائیلو ته د ایران خبرداری؛ که د برید تېروتنه وکړئ؛ نو له سختو اقداماتو سره به مخ شئ

    د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیزۍ تېره ورځ (شنبه) په یوه مناسبتي اعلامیه کې…

    د پنجشېر لوړو زده کړو موسسې پوهنتون ته ارتقا وکړه

    17 اگست 2025

    د ازبکستان د انرژۍ وزیر او افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی کابل ته را ورسېدل

    17 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امریکا او اسرائیلو ته د ایران خبرداری؛ که د برید تېروتنه وکړئ؛ نو له سختو اقداماتو سره به مخ شئ

    17 اگست 2025

    د پنجشېر لوړو زده کړو موسسې پوهنتون ته ارتقا وکړه

    17 اگست 2025

    د ازبکستان د انرژۍ وزیر او افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی کابل ته را ورسېدل

    17 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،999 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،944 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،964 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.