په بهر کې مېشت مخالفین چې د افغانستان پر ضد د منفي تبلیغاتو اوږده مخینه لري، بهرنۍ پروژې او اجنډاوې پر مخ وړي، په دې وروستیو کې یې د پخوا په پرتله د زهرجنو او منفي تبلیغاتو بازار ډېر سوړ شوی، دومره بې مضمونه او بې سوژې شوي چې پر دېوالونو لیکلي شعارونه، رنګونه او آن د بندو لارو او کوڅو خلاصول هم منفي تعبیروي او هڅه کوي چې د خپل تبلیغاتي ماشین لپاره د سون توکي ترې برابر کړي، ځکه دوی د مذهبي، قومي، سمتي او ژبنیو تفرقو د خپرولو په برخه کې، په خپلو زهرجنو تبلیغاتو کې پرله پسې ماتې وخوړې او خلکو ته یې تورې او مرموزې څهرې افشاء شوې.
دوی افغانستان تر ذره بین لاندې نیولی، هره کوچنۍ، بې مانا او بې ګټې سوژه هم ستروي او د منفي تبلیغاتو لپاره ګټه ترې اخلي، دوی آن ډېری وختونه مثبت، قانوني او اصولي مسایل او اقدامات منفي تعبیروي او هڅه یې دا ده چې له دې لارې د خلکو ذهنونو ته منفي او زهرجن تبلیغات ور پیچکاري کړي، په دې وروستیو کې کابل ښاروالۍ او اړوندو ادارو د ښاري نظم او ښکلا لپاره ځینې اقدامات ترسره کړل، خو دغه فرصت طلبو او د منفي تبلیغاتو په مورچل کې ناستو مخالفینو بیا دغه څه هم منفي تعبیرول او پراخ کمپاینونونه یې ورته کول.
کابل ښاروالۍ او ځینو ارګانونو تړل شوې لارې، بې ځایه موانع، غصب شوې ځمکې او آن لارې او کوڅې خلکو ته د سهولت او دغه راز د ګڼې ګوڼې د کمولو په خاطر منظم کړل، غصب شوي ځایونه یې آزاد کړل، تړلې لارې یې بېرته پرانیستې، پلونه، پلچکونه، لښتي او ګلدانونه یې ورغول، دا ټول پخوا ټوپک سالارانو او جنګ سالارانو غصب کړي وو او شخصي استفادې یې ترې کولې، خو کابل ښاروالۍ او نورو ارګانونو دا هر څه بیرته طبیعي حالت ته یووړل، دا موضوع هم منفي تعبیر او تفسیر شوه. بل خوا همدې ښاروالۍ ځینې بند سړکونه د عامو خلکو پر مخ پرانیستل، دا هم منفي تعبیر شوه. د ښار د ښکلا لپاره یې ځينې دېوالونه رنګ کړل او په نوې بڼه له ترمیم وروسته یې نوي شعارونه پرې ولیکل، دا هم منفي تعبیر شوه.
بالاخره په دې هېواد کې چې د سوکالۍ او پرمختګ هر ګام اوچتېږي، دوی یې منفي تعبیروي او خپله تبلیغاتي دستګاه په همدې سوژو چلوي. مګر له دې ټولو منفي تعبیرونو او تفسیرونو سره، سره عام خلک په دې ښه پوهېدلي چې دا خلک ولې دا کار کوي!؟ موخه یې څه ده!؟ او څوک یې د څه لپاره تمویلوي!؟ دوی د همدې تبلیغاتو له درکه پیسې او معاشونه اخلي او د همدې پیسو په بدل کې یې خپل ټول ارزښتونه لیلام کړي دي، هره ورځ ځانونه رسوا کوي او ارزښتونه لیلاموي.
یو څه چې له پخوا راهیسې پکې ډېر توپیر تر سترګو کېږي، هغه دا دی، چې دې خلکو په خپلو زهرجنو تبلیغاتو کې سخته ماتې خوړلې، هېڅوک باور نه پرې کوي، نو دې چارې له دوی لار ورکه کړې ده، کله د اشخاصو توهین او سپکاوي ته مخه کوي، کله هڅه کوي چې تاریخي ویاړونه کم وښيي، کله د منل شویو ارزښتونو خلاف هڅې کوي او بالاخره هر هغه کار کوي چې د دوی بادار پرې خوشحال شي او خپل معاش دوامداره کړي. خو له بلې خوا یې که پایلې ته وګورو، خلک پرې باور نه کوي، خلک ځمکني واقعیتونه او حقیقتونه ګوري او پر همدې واقعیتونو قضاوت کوي، نه د دوی پر ناسمو تبلیغاتو!
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.