Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د افغانستان د اقتصادي ودې نړیوال تائید؛ مخالفین یې ولې نه شي زغملای؟
    لیکني

    د افغانستان د اقتصادي ودې نړیوال تائید؛ مخالفین یې ولې نه شي زغملای؟

    صابر افغانصابر افغان26 دسمبر 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې چې د افغانستان د پراختیا تازه معلومات یې عنوان کړی، اعلان کړی چې د افغانستان اقتصاد د دویم پرله‌ پسې کال لپاره د ودې په حال کې دی. د نړیوال بانک په وینا، تمه ده چې د افغانستان ناخالص کورنی تولید په ۲۰۲۵ کال کې ۳.۴ سلنه وده وکړي، چې دا د ۲۰۲۴ کال د ۲.۵ سلنې ودې په پرتله زیاتوالی ښيي.

    د سرچینې په خبره، د دې اقتصادي ودې اصلي لامل هغه تقاضا ده، چې له ایران او پاکستانه راستانه شویو دوو میلیونو زیاتو کډوالو رامنځته کړې، چې له امله یې د خدمتونو او صنعت برخې فعالې شوې دي. همدارنګه د کرنې په برخه کې د غنمو بې‌ ساری حاصل ترلاسه شوی او د کانونو او ودانیزو چارو برخو هم د اقتصاد په وده کې مرسته کړې ده.

    د افغانستان اقتصادي ودې بیا یو شمېر مخالفین اندېښمن او وارخطا کړي او هڅه کوي، چې دا لاسته راوړنه کوچنۍ او له سترګو لوېدلې وښيي، دوی د تل په څېر د کاذبو او له حقیقت لیرې معلوماتو د خپرولو له لارې غواړي، چې د افغانستان دغسې لویو لاسته راوړنو او پرمختګونو ته منفي رنګ ورکړي، د خلکو ذهنونه بلې خواته واړوي او داسې وښيي چې ګواکې دا پرمختګ مهم او ارزښتمن نه دی. دوی د دغه ډول ناسمو او له حقیقت لیرې شایعاتو په خپرولو سره په دې لټه کې دي، چې ځان ته کاذب تلقین ورکړي او د خلکو او نړۍ پام بلې خوا ته واړوي.

    خو د افغانستان اقتصادي وده او په ګڼو نورو برخو کې پرمختګونه داسې څه نه دي، چې د یو څو کسانو او مشخصو ادرسونو په منفي نظریو او تبلیغاتو دې د چا پام ترې واوړي. د افغانستان د ننه خلک او ولسونه هر څه په خپلو سترګو ویني. د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې سترې عمراني پروژې له بهرني ملاتړ پرته د هېواد له داخلي عوایدو او بودیجې تأمینېږي، د کابل – کندهار په څېر د سړکونو او لویو لارو پروژې، د سالنګ د تونل جوړول او پراخول، د قوش تيپې کانال په څېر د سترو پروژو پیل، د رېل پټلۍ غځول، ټاپي، کاسا زر، د برېښنا او انرژۍ په برخه کې سترې پروژې پیلول او بشپړول او په همدې ډول سلګونه او زرګونه نور موارد هغه څه دي چې نه په کور د ننه او نه هم بهر ترې سترګې پټېدای شي.

    دغه راز افغانستان په اوسني وضعیت کې له بهرنیو هېوادونو څخه خپل هېواد ته د خپلو اتباعو د راستنېدو له تر ټولو لویې او بې سارې جوپې سره مخ دی، نږدې درې میلیونه کسان یې بېرته خپل هېواد ته را ستانه شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده، خو له دومره بحران سره سره، هر څه مدیریت او مهار شوي ښکاري او په دې اړه ترسره شوي ټول منفي اټکلونه ناسم وختل. په ډېرو نورو برخو لکه سیاسي، ډيپلوماتیکو، ټولنیزو، فرهنګي او آن نظامي کې هم لویې لاسته راوړنې او بریاوې د هېچا له پامه نه شي غورځېدای او دا ټول پرمختګونه او لاسته راوړنې د یوې روښانه راتلونکې زېري دي.

    پر افغانستان او پرمختګ مین خلک دغو ټولو بریاوو او لاسته راوړنو ته خوشحاله دي او د لا ډېرېدو هیلې یې لري، مګر په بهر کې مېشتې مخالفې ډلې ټپلې، کړۍ او اشخاص زړه ورته خوري، نو ځکه منفي تبلیغاتو ته مخه کوي او د پیکه کېدو هڅه یې کوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهتېره ورځ له ایران او پاکستانه څه باندې درې زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي
    راتلونکي مقاله له ګاونډیو هېوادونو سره د پاکستان سوداګریز کسر له شپږ میلیارده ډالرو واوښت

    مربوطه لیکنې

    د افغان حکومت د ثبات او یووالي په اړه د مخالفینو ناسمې محاسبې

    29 جنوري 2026

    سوله که معامله؟ د سولې بورډ کې د پاکستان شوم نقش

    26 جنوري 2026

    د زرغون بهیر شاتګ؛ حاشیوي بحثونه او د بدلون هیلې

    25 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 30 جنوري 2026

    قطر کې افغان سفیر د فرانسې او هالنډ استازو سره د افغانستان د بهرنۍ تګلارې په اړه خبرې کړي

    پاکستاني رسنۍ: د غلاوو د زیاتوالي له امله د پاکستان فولادو دولتي فابریکې شتمنۍ ليلامېږي

    29 جنوري 2026

    د بریټانیا لومړي وزیر د چین له ولسمشر سره کتلي

    29 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    قطر کې افغان سفیر د فرانسې او هالنډ استازو سره د افغانستان د بهرنۍ تګلارې په اړه خبرې کړي

    30 جنوري 2026

    پاکستاني رسنۍ: د غلاوو د زیاتوالي له امله د پاکستان فولادو دولتي فابریکې شتمنۍ ليلامېږي

    29 جنوري 2026

    د بریټانیا لومړي وزیر د چین له ولسمشر سره کتلي

    29 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،054 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،115 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.