د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کابل کې افغانستان لپاره د سعودي عربستان له سفیر فیصل طلق البقمي سره کتلي.
په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او سعودي د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، سعودي مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدماتو رسول او په دوه اړخیزو اړیکو کې له شته فرصتونو څخه پر استفادې خبرې کړې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سعودي سفیر ته هرکلی ویلی او د افغانستان او سعودي اړیکې یې ارزښتناکې او تاریخي بللي او ټینګار یې کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو تبادله زیاته شي.
همدارنګه د بهرنیو چارو وزیر غوښتنه کړې چې د سعودي حکومت د افغانانو لپاره د حج او عمرې په کوټه کې زیاتوالی راولي او سعودي کې مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدماتو په رسولو کې لا ډېره پاملرنه وشي.
د سعودي سفیر فیصل طلق البقمي د افغانستان او سعودي دوې اړخیزې اړیکې تاریخي بللي او ټینګار یې کړی چې هېواد یې غواړي په کابل کې د خپل حضور له لارې په مختلفو برخو کې افغانانو سره مرسته وکړي.
فیصل طلق البقمي زیاته کړې ده، چې دواړه هېوادونه کولای شي په مختلفو برخو کې کار وکړي او په کابل کې د دوی د سفارت د فعالیت د بیا پیل موخه دا ده چې له ټولو شته ظرفیتونو څخه ګټه پورته شي.