په دې وروستیو میاشتو کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په شدت ترینګلې شوې دي، په رسنیزه او مجازي نړۍ کې د هېواد د ثبات او روانو حالاتو د پایلو په تړاو بحثونه ګرم شوي. له پرځېدلي جمهوریت سره تړلي ځینې کسان او غرب ته نږدې کړۍ، اوسنی وضعیت داسې تحلیلوي چې ګواکې افغانستان له جدي بدلونونو او د تجزیې له ممکنه ګواښ سره مخ دی.
په دې لړ کې د پرځېدلي جمهوریت مشر اشرف غني په خپله وروستۍ وینا کې ادعا کړې چې افغانستان د «تجزیې له جدي ګواښ» سره مخ دی. دا خبره داسې مهال کېږي چې د پخوانیو دورو په خلاف او د شته واقعیتونو له مخې، په اوسني حالت کې د هېواد ټولې برخې د یوه واحد نظام تر بشپړ واک او مدیریت لاندې دي او هېڅ یوه ډله هم په هېواد کې د ننه د پښې ایښودلو ځای نلري.
بل لوري ته یاسین ضیاء چې د «آزادۍ جبهې» مشري کوي، د غني ادعاوې رد کړې او ټینګار یې کړی چې د دوی هدف وېش نه، بلکې «آزادي» ده.
که د دې دواړو کسانو دریځونه د هېواد له اوسني وضعیت او رښتینو شرایطو سره پرتله کړو، په څرګند ډول ښکاري چې د دوی خبرې د عملي واقعیتونو پر ځای، په خیالي نړۍ کې له ناسمو شخصي ذهنیتونو او محاسباتو څخه راوتلې دي.
ځکه نننی افغانستان د جمهوریت د دورې برعکس، له جغرافیایي او اداري اړخه یو موټی او منسجم دی. د جمهوریت پر مهال آن په کابل کې څو زورواکي او ناقانونه وسلهوال د ښار پر بېلابېلو سیمو واکمن وو؛ د کابل له لوېدیځ تر پغمان، څرخي پله او ختیځو سیمو پورې واکمن پاشلي حالت، هېواد په یو لړزاند حالت کې ښکېل کړی و او د تجزیې لاره یې ورته هواروله.
خو له ۲۰۲۱ زېږدیز کال وروسته، چې پخوانی ګډوډ او پاشلی جوړښت پای ته ورسېد او هېواد له خطرناکې تجزیې وژغورل شو، له کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د هېواد ټول ولایتونه او ښارونه د یوه واحد نظام تر توغ لاندې راغله.
اوسني حکومت داسې حالت رامنځته کړی چې د ملت هر وګړی دا احساسوي، چې هر ولایت او هره سیمه د ټولو افغانانو شریک ملکیت دی. خلک له هر ډول قومي، ګوندي او سیمهییزو توپیرونو پرته، د هېواد په هر ګوټ کې په ډاډه زړه ګرځي، له پاکې او آزادې فضاء څخه یې د ورورولۍ، آرام، یووالي او همدلۍ خوند اخلي.
په داسې حالت کې د ژر تر ژره پېښېدونکې تجزیې ادعاوې د هېواد له سیاسي او میداني واقعیتونو سره هېڅ اړخ نه لګوي. ځینې هغه ډلې چې له هېواد څخه بهر د «آزادۍ» لپاره د مبارزې چیغې وهي، په تېرو شلو کلونو کې یې د بهرنیو ځواکونو د اشغال تر سیوري لاندې کار کړی او له بهرنیو کړیو او لوبغاړو سره د دوی سیاسي او مالي تړاو هر چا ته روښانه دی. دا ډلې ټپلې اوسنی نظام د خپلو پخوانيو ګټو او نفوذ په ضد ګڼي، ځکه خو هڅه کوي چې اوسنی حالت ناورین جوړوونکی وښيي.
واقعیت دا دی چې دغه ډلې او اشخاص چې د آزادۍ شعارونه ورکوي (ادعاوې یې تر ځواک څو چنده لویې دي)، خو په اصل کې نه د آزادۍ ظرفیت لري او نه ولسي ملاتړ ورسره شته. دا هماغه کسان دي چې شل کاله یې د اشغال تر پلو لاندې ژوند کاوه، اوس آزادي ورته زندان ښکاري. د آزادۍ تر نوم لاندې خپلې جاسوسي او شخصي ګټې پټوي او غواړي افغان ملت یو ځل بیا د اشغال تورو تیارو ته ټېل وهي، خو دا افراد او جریانونه د لوی سیاسي بدلون ظرفیت او ولسي ملاتړ نلري.
د افغانستان ملت تازه د امن، سکون او آزادۍ خوند څکلی دی. افغانان به د هر هغه ځواک پر وړاندې ودرېږي چې غواړي بېرته د اشغال فضا واکمنه کړي، یا د څو واکمنیو(انارشیزم) او تجزیې لپاره زمینه برابره کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


