د افغانستان د سوداگرۍ او پانگونې خونه وايي، د دې خوني مدیره پلاوي خان جان الکوزي د افغان ـ پاک گډې خونې او د پاکستان سوداگرۍ او صنعت خونو فدراسیون گډه ناسته کړې او د دواړو هېوادونو په شته ستونزو یې خبرې کړې دي.
له یادې خونې څخه په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي، خان جان الکوزي پاکستان ته د خپل کاري سفر پر مهال یې د پاکستان سوداگرۍ خونې په درې اړخیزه ناسته کې گډون کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په شته ستونزو خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د پاکستان د سوداگرۍ او صنعت اتاقونو فدراسیون (FPCCI) لومړي مرستیال ذکي اعجاز او د دواړو هېوادونو سوداگرو او پانگهوالو هم حضور درلود. «د دواړو هېوادونو خصوصي سکتورونو ودې او پراختیا،د سیمې هېوادونو په ځانگړې توگه پاکستان سره ښو اقتصادي، سوداگریزو او ټرانزیټي اړیکو ته وده ورکولو، په تیرو څو کلونو کې د افغان – پاک گډ اتاق لاسته راوړنو او بېسارو فعالیتونو، د دواړو هېوادونو سوداگرو شته ټرانزیټي، سوداگریزو او ټرانسپورټي ستونزو حل، د دواړو هېوادونو د سوداگرۍ او صنعت وزارتونو ترمنځ د همکارۍ په لا پراختیا، گډو نندارتونو او سوداگریزو ناستو جوړولو او د دواړو هېوادونو پانگهوال په افغانستان کې د کانونو په سکتور کې گډې پانگونې ته د هڅولو په اړه د بحث او د نظرونو تبادله شوې.»
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداگري د پخوا په پرتله کمه شوې ده او افغان سوداگرو د پاکستاني حکومت د بېلابېلو ستونزو له امله چابهار او منځنۍ اسیا ته مخه کړې ده.