
د افغانستان لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغانستان انټرنشنل په نوم رسنۍ ته چې د افغانستان او افغان حکومت ضد تبلیغاتي او شايعاتي چارې پر مخ وړي، د پوښتنې په ډول ليکلي چې ایا افغانستان انټرنشنل ټلویزیون د پاکستان د ایاېسای لخوا تمویلېږي؟.
خليلزاد همدا راز زياته کړې، چې افغانستان انټرنشنل ولې دومره خپه و، چې ده يو شمېر افغانان د ایاېسای له لوري جوړې شوې غونډې ته له ورتګ منع کول.
نوموړي د افغانستان انټرنشنل له لوري د افغان حکومت مخالفو جبهو ته د فعاليت کولو او لابي ګرۍ ته په اشارې زياته کړې: «ایا افغانستان انټرنشنل په رښتیا یو خبري سازمان دی، که خپله هم د کومې جبهې تر پوښ لاندې فعالیت کوي؟.»
هېره دې نه وي، چې اسلام اباد کې د افغان حکومت د مخالفو څهرو اټکل شوې غونډه کې د روانې اګست مياشتې په پای کې اعلان شوې وه، د ګڼ شمېر غبرګونونو او فشارونو له امله ځنډېدلې ده.