Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د افغانستان پر حريم تېری اوپر پوله جګړه جوړولو کې د پاکستان هدف څه دی؟
    لیکني

    د افغانستان پر حريم تېری اوپر پوله جګړه جوړولو کې د پاکستان هدف څه دی؟

    صابر افغانصابر افغان19 مارچ 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: عبدالله زاهد

    کله چې امريکا پر افغانستان يرغل وکړ نو دوه غلامه يې دلته سيمه کې درلودل؛ يو يې پخوانی او ډېر وفاداره غلام د پاکستان پوځ، آی ايس او سياسيون وه، بل غلام يې تېر جمهوريت کې د کرزي، اشرف غني او نور د دولت غړې وه.

    امريکا ته پر افغانستان باندي حملې ډېر تاوان وکړ، هم ځاني او هم اقتصادي. ۲.۳۱۳ ټريليونه ډالر يې مصرف کړه خو آخر آنجام يې شرمنده وتل سوه او غلامان يې دواړه يواځې پرېښودل؛ چې د يوه غلام جمهوريت ريښې يې طالبانو وکښلې؛ نظام يې ور ړنګ کړ او دوی يې رسوا او ذليله کړه.

    ډېری له ملکه و تښتېدل خو ځينو يې خپله غلطي ومنل او پر کور کښېناستل مګر د بل غلام (پاکستان) وار يې لا پاته دی.

    چې هغوی الحمدلله پاکستاني مجاهدينو پسي راټينګ کړي؛ تر څو د هغو غلامانو ريښه هم وکاږي او دغه سيمه د غرب له غلامانو او دسيسو څخه پاکه کړي. غرب دلته ډيرې پيسې مصرف کړې؛ هم پاکستاني غلامانو او هم افغاني غلامانو ځانونه ښه پرې وپړسول؛ له دکاندارۍ او پنچر ميني څخه ميلونران سوه.

    دوی يې هم ښه پوره استعمال کړه اما د دوی غلامي او استعمال امريکا ته ګټه نه وکړه، ځکه د امريکا مقابل ولاړ ځواک نه د پيسو لپاره وو او نه هم داسي کسان وه چې د خاورې او وطن د ګټې لپاره تر اسلام تېر سوي وای؛ پر خپله عقيده ټينګ ولاړ وه، اتحاد او د نبي کريم ﷺ او صحابه وو لاره يې ټينګه کړې وه، په هيڅ صورت تر خپلې مبارزې نه تيرېدل.

    د طالبانو د بريا راز همدا اسلامي اصول وه چې تر کشره و مشره ورته وفاداره وه ځکه پکښي نفاق ځای نه کړ پيدا. غرب او نړيوالو خصوصاً د پاکستاني او افغاني درباريانو د ډېرو کوښښونو باوجود دوی تر خپلې لارې تېر نه سوه او نه يې خپلو منځونو کې نفاق ته ځای ورکړ؛ نه يې هم د رسول الله ﷺ لاره پرېښوده چې د رب په نصرت بريالي هم سوه او همدې کې يې د بريا راز وو.

    بل طرف د افغانستان داخلي غلامانو هم خپل حيثيت له لاسه ورکړی وو، نور نه امريکا پرې باور کاوه او د ولس باور خو يې له وخته ختم سوی وو؛ ځکه امريکايان پوه سوې وه چې د افغان ټولنې هغه بې کاره او فاسد مخلوق له دوی سره يو سوی چې نور په دې مصارفو نه ارځي ځکه يې لاس ور ايله کړ.

    امريکا و پاکستان ته د لارې ورکولو لپاره هم ډېر ډالر ورکول، د دوی پوځ چې کومه مرسته ورسره کول د هغه لپاره يې هم قرضې ور معاف کولې؛ مرستې يې ورسره کولې، کوم کوردينات چې د پاکستان آی ايس آی و امريکا ته اول سر کې ورکړي وه چې له کراچي يې افغانستان کې هر ځای په نښه کوئ؛ پر هغه يې هم پيسې ورکولې او ورسره یې پر طالبانو د ځينو فشارونو له وجې پاکستاني درباريانو ته هم پيسې ورکولې.

    همدغسي پر پېښور د بمباريو او حملو په بدل کې يې هم له غرب څخه ډيرې مرستې او پيسې لاسته راوړلې او په همدې سره يې پوځيان ميليونران او د سياسيونو خيټې يې ډکې سوې.

    اوس چې دلته افغانستان کې جمهوريت سقوط وکړ، امريکا شرمنده لاړه نو غرب هم له پاکستان سره د مرستو او پيسو سلسله ودرول؛ اوس پاکستان هڅه کوي چې د افغان حکومت سره په يوه و بله بهانه جګړه جوړه کړي؛ داعش خراسان روزنه کوي، شمالي ټلواله تقويه کوي؛ تر څو دلته حالات پر قراره نه سي او نړۍ ته وښيي چې افغانستان کې حالات خراب دي، غواړي و ښيي چې د افغانستان خاوره زما د هېواد پر ضد استعمالېږي، تر څو بياځلي يرغلګر راسي او د ده له خاورې يرغل وکړي؛ ده ته پيسې ورکړي او افغانستان دړې وړې کړي، افغانان و وژني او هم پېښور کې د پښتنو قتل عام ته لاره جوړه سي؛ خو دا ارمان به نور ګور ته وړي ځکه نړۍ ته ښه معلومه سوې ده چې پاکستان څومره منافق دی.

    بل امريکا او نړۍ ښه پوهېږي چې پر افغانستان باندي حمله کې به هيڅکله هيڅ طاقت بريالی نه سي، ولي چې افغانان پر آزادۍ مين دي؛ تر هر څه تيرېږي خو تر خوږ دين اسلام، عزت او خاورې په هيڅ صورت نه سي تيرېدلای.

    هغه چې وايي اوبو وړی ځګ ته لاس اچوي، په پاکستان اوس همغه کانه سوې، له يوې خوا ټي ټي پي سره راټينګ کړي، سخت ګوزارونه پرې کوي، بل طرف بلوڅ آزادي غوښتونکو پسي را اخيستي، بل طرف يې داخل کې سياسي کړکېچ شروع دی، د اقتصادي بحران سره مخ سوي او دلته يې ټول همسايه ملکونه د ځان په مخالفت کې درولي؛ ځکه له هر يوه سره ده دوه مخي او د منافق کردار اجرا کړی، همېش يې دلته د غرب پروژې عملي کړي؛ خو اوس غرب پيسې نه ورکوي ځکه هرې خواته خوله اچوي او کوښښ کوي يوه لاره د ځان د بقاء لپاره ولټوي.

    پرون پر افغان خاورې بمبار او د نن پر پوله جګړه د دوی له همدې وجې دي.زموږ زړور ځواکونه دې رب په هر ډګر کې بريالي لري چې غاښ ماتوونکی ځواب يې ورکړ.

    مخکینۍ مقالهزرداري د موساد نوی مامور
    راتلونکي مقاله هر سرتېری د جګړې قومندان دی!

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 23 جون 2025

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره قطر کې د…

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    23 جون 2025

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.