Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»د افغانستان پر وړاندې د رواني جګړې یو بل مرموز اړخ!
    تبصرې

    د افغانستان پر وړاندې د رواني جګړې یو بل مرموز اړخ!

    صابر افغانصابر افغان21 اکتوبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    مبصر: ډاکتر تمیم حمیدي

    خبر:
    د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اېف پي(WFP) وايي، افغانستان په نړۍ کې د لوږې په مرکز بدل شوی او د دغه هېواد له څلورو، درې برخې وګړي بشپړ خواړه نه لري.

    په افغانستان کې د یاد پروګرام مشر هسیاو په خبره، څه باندې ۲۷ میلیونه خلک په کافي اندازه خواړه نه لري او په ټول هېواد کې کورنۍ د ژمي لپاره بېړنیو او دوامدارو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

    بلخوا د دغه پروګرام ویاند فلیپ کروپف ‎زیاته کړې چې د خوړو نړیوال پروګرام اوسمهال د نړیوالو مرستو له کمښت سره مخ دی او نه شي کولی چې میلیونو اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي؛ د یاد پروګرام په خبره، که افغانستان ته بېړنۍ مرستې ونه لېږل شي، ښايي بشري ناورین به رامنځته شي.

    تبصره:
    د ملګرو ملتونو ډېریو ادارو په دې وروستیو کې د افغانستان د وضعیت په اړه د ضد و نقیض څرګندونو په خپرولو سره عملاً د دغه هېواد پر وړاندې ځان د رواني جګړې برخه ګرځولې ده.

    په افغانستان کې د لويديځ او د هغو د ملاتړو تر نظامي ماتې وروسته او همدا راز په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ او د لویدیځ د فرمایشونو او غوښتنو له پامه غورځولو وروسته، دوی د افغانستان او افغانانو پر وړاندې رواني جګړه پیل کړې ده.

    لوېدیځ هېوادونه دا رواني جګړه د خپلو زیره خورو رسنیو، بنسټونو او افرادو له لارې پر مخ وړي او ټوله هڅه یې دا ده چې په افغانستان روان ثبات او امنیت ناسم وښي او نړۍ ته د افغانستان د وضعیت په اړه منفي تصویر وړاندې کړي.

    دا جګړه د افغانستان او افغانانو د ژوند او ټولنې بېلابېلې برخې په نښه کوي؛ کله په هېواد کې شته امنیت، د ډاډ وړ نه بولي، خلکو او نړۍ ته داسې تصور ورکول کېږي، چې ګواکې افغانستان یو نا امن هېواد دی.

    او کله هم بیا نړیوالو او د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته ویل کېږي چې له افغانستان څخهه ورته ګواښ متوجه دی؛ کله ویل کېږي چې دلته داعش موجودی او له دې پدیدې خلک او نړۍ وېروي، کله ناکله خو بیا د اوسني نظام او چارواکو په اړوند داسې نادرې او له حقیقته لېرې تورونه لګوي چې هېڅ سیلم عقل یې نه شي منلای.

    همدارنګه کله ناکله خو بیا د ملګرو ملتونو ځینې ادارې هم له ځانه سره کړي، ناسم او له حقیقه لېرې ارقام پرې خپروي، چې ښه بېلګه یې همدا د خوړو د نړیوال پروګرام دا راپور دی.

    لومړی خو په دغه راپور کې چې څومره ارقام ورکړل شوي، مطلق ناسم او له حقیقت څخه لېرې دي، همدا نن هم که د دوی ټول راپور او په راپور کې یادې شوې سرچینې وکتل شي، له حقیقت سره ځمکه او اسمان توپیر لري؛ بیا فرض کړه چې که داسې څه موجود هم وي، اصلي علت او عاملین یې څوک دي؟ دا حالت د چا د اقتصادي بندیزونو له کبله منځته راغلی؟ د افغانستان سوداګرۍ او ترانزیټ ته چا ستونزې جوړې کړې دي؟ د افغانستان ملي پانګه چا کنګل کړې؟ خپله ملګرو ملتونو په دې برخه کې کوم رول ادا کړی؟

    دا ټولې هغه پوښتنې دي چې همدا ملګري ملتونه او نور په نامه نړیوال او بشري سازمانونه یې په ځواب کې پاتې راغلي او دا پړه باید ومني؛ دوی ولې امریکا له دې بې ځایه او نارواوو نه راګرځوي؟ دوی ولې نه ورته وايي چې د افغانستان سوداګري دې د نورو هېوادونو په څېر اسانه او روانه وي؟ دوی ولې د افغانستان د خلکو شتمني نه ازادوي؟ له بده مرغه باید ووایم چې په لومړي سر کې خو دا ټول ارقام ډېر فاحش او له حقیقت څخه لېرې ارقام دي.

    دوهمه خبره دا ده چې د ملګرو ملتونو اړوند ادارې په شعوري او غیر شعوري توګه د دا ډول څرګندونو او ناسمو راپورونو په خپرولو سره عملاً ځان د رواني جګړې برخه جوړوي، دوی ته ښايي چې په دې برخه کې خپله بې طرفي وښيي، یا لږ تر لږه خپلو مسوولیتونو ته متوجه شي او خپل کار په مسوولانه توګه ترسره کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد یحیی السنوار له شهادت وروسته د منځني ختیځ خلک پر خپلو حکومتونو بې باوره شوي دي
    راتلونکي مقاله کندهار کې د سنو فارما فابريکه د درملو تولید ۱۱۷ رقمه ته لوړوي

    مربوطه لیکنې

    د کرنې وزارت سرپرست د روسیې ۲۰۲۵ کال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې له روسي پانګوالو سره کتلي

    21 جون 2025

    مولوي ذبیح الله مجاهد: ‏د ملګرو ملتونو درې میاشتنی راپور د ناسمو معلوماتو پر بنسټ د پروپاګنډ په موخه چمتو شوی

    21 جون 2025

    د الوتنو د څار وېب‌پاڼه: د افغانستان پر فضا نړیوالې الوتنې پنځه برابره زیاتې شوي

    21 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 21 جون 2025

    د کرنې وزارت سرپرست د روسیې ۲۰۲۵ کال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې له روسي پانګوالو سره کتلي

    د کرنې وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري، د صنعت او سوداګرۍ د روسیې د ۲۰۲۵…

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    مولوي ذبیح الله مجاهد: ‏د ملګرو ملتونو درې میاشتنی راپور د ناسمو معلوماتو پر بنسټ د پروپاګنډ په موخه چمتو شوی

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د کرنې وزارت سرپرست د روسیې ۲۰۲۵ کال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې له روسي پانګوالو سره کتلي

    21 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    مولوي ذبیح الله مجاهد: ‏د ملګرو ملتونو درې میاشتنی راپور د ناسمو معلوماتو پر بنسټ د پروپاګنډ په موخه چمتو شوی

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،894 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.