د ا.ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته ویلي چې د افغانستان په اړه د دوحې په درېیمه ناسته کې به افغان حکومت ګډون وکړي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې اسلامي امارت د دوحې د درېیمې ناستې د اجنډا له څیړلو وروسته په دې غونډه کې د ګډون پریکړه کړې ده.
ټاکل شوې، چې د جون له ۳۰مې د جولی تر لومړۍ نېټې د قطر په پلازمېنه “دوحه” کې د افغانستان په اړه درېیمه ناسته ترسره شي، چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او ملګرو ملتونو استازي به په کې ګډون کوي.
د ملګرو ملتونو سازمان د جوزا په لومړۍ نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې د “دوحې” ناستې لپاره یې د افغان حکومت چارواکو ته رسمي بلنه ورکړې ده.