Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د افغانستان په اړه د غرب نوې پالیسي؛ مخالفین ترې خپل زوال ویني
    تورې څېرې

    د افغانستان په اړه د غرب نوې پالیسي؛ مخالفین ترې خپل زوال ویني

    صابر افغانصابر افغان6 اگست 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په دې وروستیو کې د افغانستان او غرب ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو نوی باب پرانیستل شوی او دا اړیکې نورې هم د ښه کېدلو او پراختیا په حالت کې دي. که څه هم د غربي هېوادونو له لوري تر دې دمه سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو له دې سره، سره بیا هم یو شمیر هېوادونه له سرپرست حکومت سره نږدې تعاملات لري، دا په دې معنی چې د افغانستان لپاره د غرب په پخوانیو تګلارو او پالیسو کې تغیر او نرموالی راغلی او د افغانستان په تړاو یې واقعیتونه درک کړي دي.

    د غرب په پالیسیو کې بدلون نه یوازې دا چې د تعامل او اړیکو په عادي کولو کې رغنده رول لري، بلکې دا یو ډول اعتراف هم بلل کېږي چې پخوانۍ د زور، جبر او فشار پالیسي له ناکامۍ سره مخ شوې ده. په نړۍوال سیاست کې تل بدلونونه راځي، دا بدلونونه همېشه ژور اغیز لري او افغانستان هم له دې قاعدې څخه مستثنیٰ نه دی.

    دا بدلونونه د هغو څهرو لپاره زیات د اندیښنې وړي دي چې په تېرو کلونو کې د غرب تر سیوري لاندې پاتې شوي وو او د هغوی لپاره یې فعالیت کاوه، دا خلک چې د سرپرست حکومت او افغان ولس په مقابل کې هر وخت له غربي مورچلو څخه په مخالفت بوخت وو، نور به په غرب کې هم ځای و نه لري او نه هم دوی نور د پاملرنې وړ دي، د دوی د بهرني فعالیت امکانات ورځ تر بلې د محدودیت حالت ته ځي، داسې وخت به هم راځي چې نور به د سیاسي فعالیت لپاره چاپیریال نه لري.

    د سرپرست حکومت سیاسي مخالفینو د خپلې بقاء لپاره تل له بهرنیو تمویلونو څخه ګټه اخیستې ده، خو دغه سرچینې د بندېدلو په حالت کې دي، غربي هېوادونه نور دوی ته د سیاسي فعالیتونو لپاره ځای نه ورکوي، د پناه غوښتنې او استوګنې اړوند زمینې او بهانې یې هم محدودي شوې دي، رسنیز نفوذ یې هم کم شوی، سیاسي فعالیتونه یې تر پوښتنې لاندې راغلي او ډېری هېوادونه نور د دوی خبرو ته غوږ نه ږدي.

    اوسنی حالت د هېواد ضد فاسدو کړیو د زوال پیلامه ده، همدا وجه ده چې د سرپرست حکومت سیاسي مخالفین په خپل زوال یقیني دي، لومړی یې د واک په وخت کې د افغان ولس له احساساتو سره لوبې وکړې او بیا یې تر تحول وروسته د افغان ولس پر وړاندې د فکري، تبلیغاتي او سیاسي مخالفت څخه لاس په سر نشول، په هره برخه کې یې د افغانستان پرمختګ منفي تعریف کړ، له هېواد او ملت سره یې خیانت او غدر هېڅکله د تاریخ له پاڼو څخه نه پاک کېږي او تل به محفوظ وي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت: ‏افغانستان له قرغزستان سره د ټرانسپورټ او ټرانزیټ برخو کې همکاریو ته پراختیا ورکوي
    راتلونکي مقاله کتائب القسام: غزه کې مو د اسرائیلي پوځ د قومندې او کنټرول پر مرکز برید کړی

    مربوطه لیکنې

    د پرځېدلي جمهوریت یوه مفسده څنډه؛ لویه څارنوالي، د عدالت که فساد بنسټ!؟

    5 اگست 2025

    د اشرف غني بې وفا، نا اهله ټیم او ترمنځ یې روانې ناندرۍ

    3 اگست 2025

    له راستنو شویو کډوالو سره د چلند په اړه ړندې او بې ځایه نیوکې

    24 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 6 اگست 2025

    ايران د مهدي اصغرزاده په نوم يو داعشي اعدام کړ

    د ايران تسنيم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د قضایه قوې له…

    شاه محمود مياخېل: هغوی (د جمهوریت چارواکو) خپلې ستونزې نه منلې، په کاذب غرور کې قید و، د انکار حالت پرې غالب و او بهرنیان به یې د ستونزو حل کوونکي ګڼل

    6 اگست 2025

    کتائب القسام: غزه کې مو د اسرائیلي پوځ د قومندې او کنټرول پر مرکز برید کړی

    6 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ايران د مهدي اصغرزاده په نوم يو داعشي اعدام کړ

    6 اگست 2025

    شاه محمود مياخېل: هغوی (د جمهوریت چارواکو) خپلې ستونزې نه منلې، په کاذب غرور کې قید و، د انکار حالت پرې غالب و او بهرنیان به یې د ستونزو حل کوونکي ګڼل

    6 اگست 2025

    کتائب القسام: غزه کې مو د اسرائیلي پوځ د قومندې او کنټرول پر مرکز برید کړی

    6 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،995 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،931 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،945 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.