Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د افغانستان په اړه د پوښتنې په وړاندې د ټرمپ د ځان تېر ايستنې او چوپتیا تحلیل
    لیکني

    د افغانستان په اړه د پوښتنې په وړاندې د ټرمپ د ځان تېر ايستنې او چوپتیا تحلیل

    عمران آغاعمران آغا13 فبروري 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp
    لیکوال: فهیم نادري

    په دې ورځو کې له هغو جنجالي موضوعاتو څخه چې لا هم د افغانستان د سرپرست حکومت د پلویانو او مخالفانو په رسنیو کې تودې خبرې پرې کېږي، د افغانستان په اړه د پوښتنې په وړاندې د ټرمپ چوپتیا او ځان غولونه ده. ډېری ټلویزیوني شبکو او مجازي رسنیو دا موضوع منعکس کړې ده.

    په دې وروستیو کې رسنیزې فعالې او افغان خبریالې نذیره کریمي چې له هېواد بهر ده، په سپینه ماڼۍ کې د هغه خبریالانو په ډله کې حاضره وه چې له ډونالډ ټرمپ څخه یې په ټاکنو کې له بریا وروسته د هغه د پلانونو په اړه پوښتنې کولې؛ هغې له ټرمپ څخه د افغانستان په اړه څو پوښتنې وکړې.

    کریمي مایکروفون په لاس کې ونیو او د امریکا له منتخب ولسمشر څخه یې داسې پوښتنې وکړې: «آیا تاسو په افغانستان کې د حالاتو د بدلولو لپاره کومه طرحه لرئ؟ آیا تاسو طالبان په رسمیت پېژنئ؟ د افغانستان په اړه ستاسو نظر څه دی؟ آیا تاسو د افغان ښځو د راتلونکي لپاره کوم پلان لرئ؟»

    خو ټرمپ دا پوښتنې واورېدې، مګر ځان یې ناپوهۍ وحسابه او داسې ځواب یې ورکړ چې د کریمي او د افغانستان د سرپرست حکومت د مخالفانو د توقع خلاف و. هغوی هیله درلوده چې ټرمپ به د سرپرست حکومت په مقابل کې په کلکه ودرېږي، له پرځېدلي جمهوریت څخه به دفاع وکړي، د افغان ښځو په اړه به خبرې وکړي او د هغوی په زړونو کې چې څه تېرېږي هغه به ووايي.

    خو ټرمپ په یوه ساده ځواب سره د مخالفانو ټولې هیلې په ناهیلۍ بدلې کړې. هغه افغانې خبریالې ته په ځواب کې وویل: «تاسو ښکلې لهجه لرئ، خو زه ستاسو په خبرو پوه نشوم» او له ځواب ورکولو څخه یې ډډه وکړه. په داسې حال کې چې نذیره کریمي وايي: «زه ډاډه یم چې هغه زما په خبرو پوهېده.»

    ټرمپ ښه پوهېږي چې د افغانستان د سرپرست حکومت په وړاندې توند او زورور غبرګون بې ګټې دی، ځکه چې دوی پخوا هم د زور لار ازمویلې ده او کومه نتیجه یې نه ده ترلاسه کړې. دوی په خپل ټول نظامي ځواک سره پر افغانستان برید وکړ او حتی په افغانستان کې یې د دوی په لاس جوړ شوی واکمن حکومت هم له ځان سره ملګری کړی و، خو بریالي نه شول.

    امریکا شل کاله افغانستان اشغال کړ، خو په پای کې پرته له کومې لاسته راوړنې او د میلیاردونو ډالرو نظامي تجهیزاتو په پرېښودلو سره یې په ذلت سره افغانستان پرېښود. دا هغه څه دي چې د ټرمپ ژبه د افغانستان د سرپرست حکومت په وړاندې له تاوتریخوالي ډک غبرګون څخه منع کوي.

    ټرمپ په دې ښه پوهېږي چې په افغانستان کې د زور ویلو او ځورونې پایلې به څه وي. هغه پوهېږي، کسانو چې په ساده موټرسایکلونو سره یې د نړۍ زبرځواک د خپلو ټولو عصري تجهیزاتو سره مات کړ، اوس چې دوی ټول هېواد او ټولو هغه تجهیزاتو ته لاسرسی لري، څه به کوي!؟

    ټرمپ پوهېږي چې د افغانستان واکمنان پخوا د طالبانو ډله وه، خو اوس د افغانستان حکومت په لاس کې لري او پر دې سربېره یې ملت هم له ځان سره ملګری کړی. له همدې امله، د افغان خبریالې پوښتنې ته په ځواب کې د سرپرست حکومت په وړاندې له ښکاره او توند غبرګون څخه ډډه کوي.

    افغانستان اوس په نړۍ کې د لوی نظامي ځواکو درلودونکی دی، هم د هغه تسلیحاتو له کبله چې له نسکور شوي حکومت او د هغه له بهرنیو ملاتړو څخه پاتې دي او هم په بېلابېلو برخو کې د هغه د پراختیا له کبله؛ دا ټول ښايي د ټرمپ په چوپتیا او ځان‌غولونه کې رول ولري.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهبلوڅ بېلتون پالو په درېو جلا، جلا بریدونو کې ۱۱ تنو پاکستاني پوځیانو ته مرګژوبله اړولې
    راتلونکي مقاله د روسیې امنیتي ځواکونو، پسکوف ښار کې د یوې ترهګرې ډلې تورن غړی په ډزو وژلی

    مربوطه لیکنې

    د یوې بلې ناکامې او قوم‌پالې تجربې پیل

    4 اگست 2025

    جنسیتي تبعیض؛ د افغانستان له واقعیت څخه لرې او جعلي روایت

    1 اگست 2025

    1 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبري غورچاڼ 4 اگست 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۷/۲/۱۰ ھ ق. ۲_له پېښو سره د چمتووالي ملي ادارې او…

    د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د یونیسف له استازو سره پر بشري او ټولنیزو موضوعاتو خبرې کړي

    4 اگست 2025

    د اسرائيلو شاوخوا ۶۰۰ پخوانیو امنیتي او نظامي چارواکو، د غزې جګړې د درولو غوښتنه کړې

    4 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    4 اگست 2025

    د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د یونیسف له استازو سره پر بشري او ټولنیزو موضوعاتو خبرې کړي

    4 اگست 2025

    د اسرائيلو شاوخوا ۶۰۰ پخوانیو امنیتي او نظامي چارواکو، د غزې جګړې د درولو غوښتنه کړې

    4 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،994 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،930 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،941 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.