Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»“د افغانستان ژغورنې مجمع” د شړېدلو لومړنی څرک
    تورې څېرې

    “د افغانستان ژغورنې مجمع” د شړېدلو لومړنی څرک

    صابر افغانصابر افغان11 دسمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ۱۴۰۳ل کال د قوس مياشتې په ۱۶مه نېټه د طالبانو خلاف له څو ګوندونو، احزابو او بې اغیزې ډلو – ټپلو د افغانستان ژغورنې مجمع د يوې انلاین ناستې له لارې د خپل شتون اعلان وکړ. په دې مجمع کې د شر او فساد ډلو فکري مخالفي، نوې او نرمې څهرې سره راټولې وې، د دوی له اولې را ټولیدنې او د مجمع له اعلان سره همدا تحليلونه وو، چې دوی به څومره وکولای شي، چې د طالبانو په وړاندې يو ګډ دريځ او ثابت قدمه تګلاره روښانه او رامنځته کړي.

    خو د تېرو دريو کلنو په څېر دا اعلان شوې مجمع د يوې اوونۍ تر پوره کېدلو وړاندې، د يادې مجمع مهم غړي جنګسالار تورن اسماعیل خان د مجمع پر بل غړي حنيف اتمر او د پرځېدلي جمهوریت پر پخواني مشر حامد کرزي د فساد او د بې باورۍ تورونه پورې کړل او د نوموړي شتون یې په نوې مجمع کې وننګاوه.

    تورن اسماعیل خان، حنیف اتمر يو فريب کار او د شخصي ګټو پالونکی کس بللی؛ هغه زیاته کړې چې تل د خپلو ګټو لپاره کار کوي او په تېر کې یې قوم او ملت هم د خپلو شخصي ګټو استعمال کړي دي.

    د طالبانو خلاف په تېرو دريو کلنو کې تر يو او بل نامه لاندې جبهې او ائتلافونه جوړېږي، خو په دې تازه مجمع کې دومره ژر په ستره کچه اختلاف را څرګند شو؛ د تورن اسماعیل خان لخوا د حنیف اتمر داسې تورن کول او د شتون په اړه يې مخالفت ښکاره کول، ددې مجمع راتلونکی ټکنی او انشعاب ته په ټوله معنا لاره هواره کړه.

    د افغانستان ژغورنې مجمع لخوا په دې خوځښت کې حنیف اتمر، عمر داودزي، تادين خان، رحمت الله نبیل او نورو پښتنو ته ددې لپاره ځای ورکړل شوی وو، چې دا ځل د دوی په شمول د طالبانو خلاف يو ګډ او همه شموله خوځښت رامنځته کړي، خو د اسماعيل خان لخوا د اتمر له شتون سره مخالفت هغه ادعاوې حقيقت ته رسوي چې تېر ټول د مقاومت تر عنوان لاندې، د شر او فساد ډلو رهبري د یوې فاشستي ډلې په لاس کې ده.

    د يو او بل پر وړاندې د تورونو لړۍ په دې نوې مجمع کې اسماعیل خان پيل کړه، وروسته به د ده په ځواب کې حنیف اتمر حتمي د خپل ځان دفاع او اسماعیل خان د تيرې اوږدې تیاره ماضي څخه پرده پورته کوي، ځکه د طالبانو خلاف دا را ټول شوي عناصر يو هم ښه ماضي نه لري، بلکې له کورنيو جګړو را نيولې بيا د قدرت له جزايرو او فساد اړوند په سترو در بدريو کې ښکېل دي؛ د دوی ټولو تېر تاریخ د افغان ولس په حافظه کې ترسیم دی.

    لکه څنګه چې ټول د طالب ضد جريانونه په تېرو دريو کلنو کې د خپلو شخصي ګټو د تحقق په تکل په دې ونه توانېدل، چې يو ثابت دريځ او د مخالفت مشخص ميکانيزم او روش رامنځته کړي، دا مجمع هم د شړېدلو او تېرو ډلو پر پل پله ایښودونکې ده، چې دوام او عمر به یې خورا لنډ وي.

    یادؤنه: په هندوکش ‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش ‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپښتونخوا کې له کوهاټ ولايت څخه يو مهم ګروپ د پاکستان د طالبانو غورځنګ سره يوځای شوی
    راتلونکي مقاله له افغانستانه بهر د جوړېدونکو جبهو د اختلافاتو اوج او ډېرېدونکی انشعاب

    مربوطه لیکنې

    د افغانستان د مهمو مسایلو په تړاو د مخالفینو بې منطقه نیوکې او تحلیلونه

    15 فبروري 2026

    ولې مخالفین د اپسټین په قضیه کې لوېدیځ ته میلان ښه انځوروي؟

    11 فبروري 2026

    د مخالفینو د لیدلوري ارزونه؛ له هند سره د اړیکو پایلې به څه وي؟

    28 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 25 فبروري 2026

    خیالي یووالی؛ سیاسي – تبلیغاتي نمایش او ناکامې هڅې

    څو میاشتې وړاندې، له هېواد څخه تښتېدلو سیاسي څېرو تر یوې نمایشي مجازي غونډې وروسته…

    متقي پر افغان خاورې د پاکستاني رژیم بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو له مرستیالې سره خبرې کړي

    24 فبروري 2026

    يوناما د پاکستاني رژيم بريد کې د ښځو او ماشومانو مرګ‌ژوبله تاييد کړې

    24 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    خیالي یووالی؛ سیاسي – تبلیغاتي نمایش او ناکامې هڅې

    25 فبروري 2026

    متقي پر افغان خاورې د پاکستاني رژیم بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو له مرستیالې سره خبرې کړي

    24 فبروري 2026

    يوناما د پاکستاني رژيم بريد کې د ښځو او ماشومانو مرګ‌ژوبله تاييد کړې

    24 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،108 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،061 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،121 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.