Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د افغانستان ژغورنې مجمع پر تابوت یو بل مېخ ټک وهل شو
    لیکني

    د افغانستان ژغورنې مجمع پر تابوت یو بل مېخ ټک وهل شو

    صابر افغانصابر افغان15 دسمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    هندوکش غږ ته د رسېدلو معلوماتو پر بنسټ، “د افغانستان د لویدیځي حوزې همغږۍ شوری” تر عنوان لاندې یوې ډلې، “د افغانستان ژغورنې لپاره ملي مجمع” په وړاندې یوه اعلامیه خپره کړې ده، د لویدیځي حوزې همغږۍ شوری ویلي، چې دوی د پنځو ولایتونو(غور، بادغیس، هرات، فراه او نیمروز) یو سیاسي خوځښت دی او په یادو ولایتونو کې د پراخو ریښو لرلو ادعا لري.

    د افغانستان ژغورنې مجمع له جوړېدو سره هم مهاله د دغه ډلې په منځ کې د ژورو اختلافاتو له را څرګندېدو وروسته، د لویدیځي حوزې شوری چې له دغه ډلې څخه جلا ده، مخالفت څرګند کړی او دوی یې د افغانستان د څلور لسیزو ناخوالو عاملین ګڼلي دي.

    د لویدیځي حوزې شوری ویلي، د افغانستان ژغورنې مجمع غړي له څلور لسیزو زیات بحرانونو او د قدرت پر سر د داخلي جګړو عاملین دي، همدا راز لیري ده چې دوی دې د هېواد د بحران لپاره حل لاره پیدا کړي.

    د افغانستان ژغورنې مجمع مشران پر افغان مؤمن او مجاهد ولس د لسیزو ناکامو تجربو اصلي عاملین دي او ولس ښې خاطرې نه ترې لري.

    له همدې امله د لویدیځي حوزې شوری ټینګار کړی، چې له اوسنیو بحرانونو څخه وتل یواځې د نوې مفکورې او د هېوادنیو ګټو لپاره د رښتینې ژمنتیا له لارې ممکن دي، نه د هغو ناکامو تجربو په تکرار سره چې د دې ائتلاف ځینې مشران یې واقعي سمبولونه دي.

    د لویدیځي حوزې شوری څرګنده کړې، چې د ژغورنې مجمع منشور ښیي، چې د افغانستان په سیاسي نظام کې بنیادي تغیر نشي راوستلای، همدا راز نشي کولای د ولسونو بنسټیز حقونه او فردي ازآدۍ تأمین کړي، بلکې د دغه ائتلاف اصلي نیت دا دی چې له طالبانو سره د واک په وېش کې د ګډون لپاره زمینه مساعده کړي.

    د لویدیځي حوزې شوری د ژغورنې مجمع د منشور په اړه زیاته کړې، چې د ستونزو د حل پر ځای دغه منشور شخصیت محوره شوی او د دې تر څنګ چې د استازولۍ مشروعیت نلري، ځان د افغان ولس واقعي استازي او افغانستان د مسئلې اصلي طرف څرګندوي.

    د لویدیځي حوزې شوری همدا راز د ژغورنې مجمع ته په اشارې سره ویلي، د دغه سمت په نوم یا استازولۍ هیڅ فرد او ډلې ته اجازه نه ورکوي، چې د دوی تحمیلي استازولي وکړي.

    په بهر کې مېشت د شر او فساد مشران له درې کلونو هڅو برسېره نه دي توانېدلي چې نړۍواله ټولنه د جګړې، د یو بل فصل په پیل قانع کړي، له همدې امله فعالان او نوري ډلې د افغانستان ژغورنې مجمع په دې تورنوي چې په نویو نومونو ډلې را یو ځای کوي، تر څو طالبانو سره په واک کې شریک شي.

    هغه ډلې چې له ژغورنې مجمع سره نه دي یو ځای شوي، ډېری وخت پر دې ټینګار کوي چې یاده مجمع له جعلي او تکراري شخصیتونو څخه جوړه شوې او یواځې غواړي له دې لارې شخصي ګټو ته کار وکړي.

    په اعلامیه کې پورته ټکو په خورا صراحت څرګنده کړه، چې د لویدیځي حوزې د استازیتوب په بهانه، په ژغورنې مجمع کې هیڅ ډله/ ګوند ګډون نشي لرلای. په دې سره د افغانستان ژغورنې مجمع د استازولۍ داعیه او منشور تر سوال لاندې راغلل او د دغه مجمع پر تابوت یې یو بل مېخ هم ټک واهه.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد شر او فساد د عاملینو ګرمي نارې او سوړ حقیقت
    راتلونکي مقاله ملګري ملتونه د څه په لټه کې دي؟

    مربوطه لیکنې

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025

    افغانستان او د اسلامي امت اړوند قضیې؛ بې‌ پروايي که د مسؤلیت منل؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 21 جون 2025

    د سټنډرډ عالي شوری د نفتي توکو په برخه کې ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې

    د ریاست‌ الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا…

    د سرپرست حکومت د مشرتابه په حکم یو لړ نوې ګومارنې ترسره شوې

    21 جون 2025

    د خامنه ای سلاکار: د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر اسرائيل ته جاسوسي کړې

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سټنډرډ عالي شوری د نفتي توکو په برخه کې ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې

    21 جون 2025

    د سرپرست حکومت د مشرتابه په حکم یو لړ نوې ګومارنې ترسره شوې

    21 جون 2025

    د خامنه ای سلاکار: د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر اسرائيل ته جاسوسي کړې

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.