افغانستان په نړیواله کچه په بېلابېلو برخو کې بالقوه کاري ځواکونه او روښانه استعدادونه لري؛ هغه کاري ځواکونه چې هر کله ورته د زدهکړو او ودې مناسبه زمینه برابره شوې، خپلې وړتیاوې یې په ښه ډول ښودلې، د خپل ګران هېواد نوم یې لوړ کړی او بیرغ یې رپولی دی. دغه ډول مستعد او توانمن کاري ځواک د هرې ټولنې د ودې او پرمختګ کیلي ګڼل کېږي او د دوی په شتون او پوهې سره هېواد پراختیا مومي، ودې او ابادۍ ته مخه کوي.
خو دا هغه مهال د خوشبینۍ وړ ده چې په دغه ډول نسل کې درې اساسي معیارونه شتون ولري: دینداري، ژمنتیا او تخصص. له شک پرته، تر هغه چې دغه معیارونه په سمه توګه جوړ نه شي، سمې زدهکړې ورنه کړل شي او د پوه نسلونو په زړونو او فکرونو کې ځای پر ځای نه شي، انفرادي او ډلهییزې هڅې به مطلوبې پایلې ته ونه رسېږي؛ ځکه چې د دغو هڅو پایلې به منحرفې او له لوړو موخو څخه لیرې وي.
خالص تخصص هم په ډېرو مواردو کې کافي نه دی، ځکه د ابادۍ او مرستې پر ځای، ویجاړي او د ملت له ژوند سره د لوبې کولو پایلې لري؛ لکه څنګه چې په عملي توګه د جمهوریت په دوره کې، افغانستان د چور او چپاول په ډګر بدل شوی و او له مزدور سیاستوالو او د لویدیځ له لاسپوڅو پرته، د تش په نامه متخصصینو او مسلکي کسانو هم دا خاوره د شتمنۍ راټولولو او لوټ لپاره یو فرصت باله.
په دې منځ کې د پام وړ خبره دا ده چې ډیری مسلکي کادرونه او بااستعداده کسان چې له هېواد بهر یې زدهکړې کړې وې او هېواد ته راستانه شوي وو، نه یې خالصانه نیت درلود او نه یې د ملت خدمت ته پاملرنه وکړه؛ بلکې ډېری یې په دې لټه کې وو چې له دې ویجاړ شوي او نا ارام ځایه خپل جیبونه ډک کړي. دوی د ناڅاپي ورځو لپاره هم د نورو هېوادونو تابعیت درلوده، ترڅو د اړتیا په صورت کې وتښتي او ارام ژوند وکړي.
له همدې امله، دوی د تخصص سره سره، نه درد دوا کړ او نه یې په دردمندو ځایونو باندې مرهم کېښود؛ بلکې د لوړ پوړو غلو سره یې لاس یو کړ او خپله علمي پانګه یې د لوټ او چپاول په لاره کې وکاروله.
همدا واقعیت لامل شو چې د ظلم او زور د نظام په بدلون او د عدالت د نظام په رامنځته کېدو سره، ټول تش په نامه متخصصین او مسلکي کسان یوه لحظه هم صبر ونه کړي او د ملت تر څنګ ونه درېږي، بلکې د تیښتې لاره غوره کړي. دا چلند په ښکاره ډول له لوېدیځو هېوادونو سره د دوی وابستګي او د مغرضانه پوهې په وړاندې کولو کې د دوی ذلالت په ګوته کوي؛ هغه پوهه چې د دوی په ناسمو ذهنونو کې یې ریښې غځولې وې او نیتونه یې ورته ککړ کړي وو.
که داسې نه وای، هیڅ متخصص، د پوهې او علم خاوند به هیڅکله هېواد نه پریښوده، د تیښتې پریکړه به یې نه کوله او پرځای یې، د خپل ولس تر څنګ، په خپله خاوره کې پاتې کېده؛ له ویجاړیو به یې آبادي جوړوله او رنځ او تکلیف به یې له خپلو هېوادوالو څخه لرې کوه.
له همدې امله، هغه خبرې چې له دې او هغه څخه اورېدل کېږي او افغانستان د متخصصینو او مسلکي کسانو څخه خالي معرفي کوي، په حقیقت کې د دغه فرصت غوښتونکو همفکرانو پر مزار یو ماتم دی؛ هغه کسان چې پخوا یې اوږه په اوږه د دې وطن شتمنۍ لوټولې او اوس هڅه کوي چې په ښکاره فریب او چل ول سره، یوه ماته آیینه روښانه وښيي او یوه ژوره خلا پټه کړي.
په پایله کې، په هماغه اندازه چې تش په نوم متخصصان پردیو هېوادونو ته ولاړل(هغه کسان چې ډیری یې له مخکې د هغو هېوادونو تابعیت درلوده)، رښتیني متخصصین او اصلي وطنپال د خپلو خلکو تر څنګ پاتې شول، د خپل هېواد په بیا رغونه او آبادۍ یې لاس پورې کړ او په ملت ګران شول او دي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


