د جمهوریت د لاسپوڅې ادارې په شلو کلونو کې او آن له هغه مخکې، کله چې دا خاوره د جنګ سالارانو د کورنیو ویجاړونکو جګړو ښکار وه، د افغانستان له کانونو څخه د افغان ملت پر ضد د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل کېده او دا الهي نعمتونه یې په آسماني آفتونو بدل کړي وو.
د کورنیو جګړو په وخت کې، که څه هم د افغانستان کانونه لږ استخراج کېدل، خو بیا هم دغه بدنامو مشرانو د خپلو جګړو د سون توکو په توګه کار ورڅخه اخیسته او د هغوی د ویجاړونکو جګړو دوام په لویه کچه د همدغه کانونو په استخراج پورې تړلی و.
د پنجشیر دره چې د زمرودو له کانونو څخه ډکه وه، د احمدشاه مسعود او د هغه د ورانکارې ډلې تر ساړه سیوري لاندې وه او مسعود او لارویانو یې د زمرودو له خرڅلاو څخه د خپلو مخالفینو پر وړاندې د جګړې د لګښتونو د پوره کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخیسته.
د افغانستان په شمال کې د جوزجان او فاریاب کانونه د عبدالرشید دوستم تر کنټرول لاندې وو او هغه په مستقیمه توګه له دغه کانونو څخه د خپل نظامي او سیاسي ځواک د پیاوړي کولو لپاره کار اخیسته.
اسماعیل خان په هرات او د افغانستان په لویدیځ کې د مرمرو ډبرې او د هغه سیمو نورې طبیعي زیرمې نیولې وې او له هغو څخه یې د خپلو ځواکونو د تمویل او د کورنیو ویجاړونکو جګړو د تَودو ساتلو لپاره کار اخیسته.
د امریکا له خوا د افغانستان له اشغال وروسته او د جمهوریت د لاسپوڅې ادارې له راتګ سره، د افغانستان د کانونو راتلونکی د امریکایانو په لاس ورغی او له بې سارې غلا سره مخ شو.
په هغه وخت کې، که څه هم د کانونو وزارت په سمبولیکه توګه موجود و او له ډېرو لوړو معاشونو درلودونکي تشکیلات یې لرل، خو په حقیقت کې د لویدیځو هېوادونو لاسپوڅو سیاستوالو د افغانستان په کانونو کې هیڅ ډول تصرف نه درلود او د خپلو بادارانو له اجازې پرته یې د کانونو د یوې لوېشتې ځمکې د قرارداد کولو توان هم نه درلود.
دا تريخ حقیقت که څه هم د کورنیو رسنیو له خوا پټېده، خو د آلمانWDR2″ ” راډیو په یوه لنډ خبر کې په افغانستان کې د “لیتیم” کان د کشف خبر د ټولو فارسي ژبو راډیوګانو او د نړۍ خبري اژانسونو په پرتله په یوه متفاوته توګه اعلان کړ.
دې راډیو وویل: «د امریکا پوځ په افغانستان کې د “لیتیم” یو لوی کان کشف کړی دی؛ نه یوازې له لیتیم څخه په کمپیوټري سیسټمونو کې تر ټولو دقیقې ګټې اخیستل کېږي، بلکې د دې فلز کارول په جنګي وسلو کې یو لوی بدلون رامنځته کوي.»
جالبه دا ده چې دا خبر بیا تکرار نه شو او په نړۍ کې هیڅ خبري اژانس د پاس یادو دریو ټکو په اړه دومره روښانه خبر ورنه کړ:
۱. په کمپیوټري سیسټم کې کارول.
۲. د نظامي وسلو په تولید کې کارول.
۳. د امریکا د پوځ له خوا د هغه کشف.
دریم ټکی، یعنې د دې کان نظامي تصاحب او د یوه امریکايي جنرال له خوا د دې کشف اعلان، چې خبري اژانسونو د هغه ارزښت تر زر میلیارډ ډالرو پورې اټکل کړی و.
هېره دې نه وي چې یادې راډیو د خبر په پای کې زیاته کړه چې که د دې کان څخه به لږه برخه عواید د افغانستان په چارو کې ولګول شي، نو دا هېواد به د سیمې په یو پرمختللي هېواد بدل شي.
د امریکایي څېړونکو څخه سټیفن لیډمن هم د “امریکا او د افغانستان د بډایه کانونو لوټل” تر عنوان لاندې په یوه مقاله کې لیکلي وو، چې په افغانستان کې د امریکا بېپایه تېری له ترهګرۍ په وړاندې مبارزې سره هیڅ تړاو نه لري، بلکې په افغانستان کې د امریکا د حضور موخې عبارت دي له: د هېواد کنټرول، د ګازو او تېلو د نل لیکو د غځولو لپاره د هغه استعمال، د نظامي اډو له لارې د چین او روسیې محاصره کول او د افغانستان د بډایه معدني زیرمو لوټل چې احتمالا تریلیونونه ډالر ارزښت لري.
د کانونو دا چور او چپاول او د هغوی بې برخليکه کېدل د اشغالګرو او د هغوی د مزدوارانو له خوا د جمهوریت تر وروستیو ورځو پورې روان و او د هغوی ګټه له افغان کړېدلي ملت پرته هر چا ته رسېده.
د سرپرست حکومت له واک ته رسېدو او د افغانستان له کانونو څخه د اشغالګرو او اجیرانو د لاس لنډېدو راهیسې، یو استثنایي فرصت برابر شوی ترڅو د افغانستان له کانونو او طبیعي زیرمو څخه د ملي ګټو د تأمین لپاره په لازم ډول کار واخیستل شي او په رښتینې معنی د افغانانو لپاره د خیر منبع وګرځي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.