Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د افغاني سرې مياشتې يو کلنې لاسته راوړنې؛ نږدې يو نيم ميليون کسانو ته یې مرستې رسولې دي
    افغانستان

    د افغاني سرې مياشتې يو کلنې لاسته راوړنې؛ نږدې يو نيم ميليون کسانو ته یې مرستې رسولې دي

    صابر افغانصابر افغان14 سپتمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسئولینو نن شنبه د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح پروګرام خبري کنفرانس کې وویل: په تېر کال کې د طبیعي پېښو ۱ میلیون ۴۳۰ زره او ۳۶ زیانمنو او اړمنو کسانو سره، نغدي، د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته شوې، چې اوړه، غوړي، لوبیا، وریژې، بوره، مالګه، چای، مکروني، بیسکویت، نخود، خیمې، ترپالونه او ظروف په دې مرستو کې شامل وو او پر مستحقو کسانو وېشل شوي دي.

    چارواکي زیاتوي، چې دغې ادارې په بغلان ولایت کې د وروستیو سیلابونو له ۲۲۷۳۵ قربانیانو سره بشري مرستې کړې دي.

    مسئولینو زیاته کړه، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د دغه بنسټ له مهمو لومړیتونو څخه دی، چې د ۴۶ ثابتو روغتونونو، ۳۶ فرعي کلینیکونو، ۶۵ بېړنیو روغتیايي ټیمونو، ۳۶ ګرځنده روغتیايي ټیمونو او د کتلوي معافیت د ۴۵ روغتیايي کمپونو له لارې هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. همدارنګه په تېر کال کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته د ۲۲۱۲ ماشومان په ګډون، ۵ میلیونه ۸۹۴ زره او ۳۳۲ تنه له روغتیايي خدمتونو څخه مستفید شوي دي.

    د مسئولینو په وینا، دغه بنسټ په کابل، بلخ، کندهار، ننګرهار او هرات ولایتونو کې د پنځه مرستونونو له لارې، د ۱۴۹۵ بې سرپرسته وګړو پالنه کړې او په تېر کال کې د یادو مرستونونو له لارې، ۸۱۱۰ کونډو د خیاطۍ، ګلدوزۍ، غالۍ اوبدلو او لاسي صنایعو په برخه کې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي دي.

    په همدې ډول، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرمان له مخې، ۱۱۶ زره او ۲۵۹ سوالګر راټول شوي، چې له دې ډلې ۳۰ زره او ۵۴۳ تنه مستحق پیژندل شوي او په میاشتني ډول له دې بنسټ څخه نغدي مرستې ترلاسه کوي، چې په تېر کال کې په ټولیز ډول ۵۳ میلیونه ۸۷۵ زره او ۸۱۲ افغانۍ سوالګرو ته ورکړل شوي دي.مسئولین وایي، چې د وروستي یوه کال پر مهال، په هېواد کې له ۲۴ زره بې سرپرسته کورنیو سره هم، ۲۰۴ میلیونه افغانۍ مرسته شوې ده.

    په همدې ډول، د تېر یوه کال په ترڅ کې د هېواد په شمال ختیځ زون کې یو مرستون جوړ شوی او د بامیان، بغلان، میدان وردګ، لغمان، کاپیسا، پروان، سمنګان، سرپل او جوزجان ولایتونو په نمایندګیو کې د ۴.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت، د لمریزې برېښنا سیستم نصب او ګټې اخیستل ته سپارل شوی دی.

    مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل: د تېر کال په اوږدو کې ۳ زره او ۶۴۹ تنو د دې بنسټ غړیتوب ترلاسه کړی او په یاده موده کې داوطلبانو او د دې بنسټ کارکوونکو ته بېلابېل روزنیز ورکشاپونه هم جوړ شوي دي.

    د مسئولینو د معلوماتو له مخې، په وروستي یوه کال کې د دې بنسټ په ۳۵ ښوونیزو مرکزونو کې ۵۴ زره او ۸۷۹ هلکانو او نجونو ته د دیني او کمپیوټر زده کړو زمینه برابره شوې ده.

    دغه راز، ۱۹ تنه د درملنې لپاره جرمني ته استول شوي، چې د درملنې مودې له بشپړولو وروسته به بېرته هېواد ته راستانه شي.

    مخکینۍ مقالهنيمروز کې تېر کال په نشه يي توکو د روږدو دوه زره کسانو درملنه شوې
    راتلونکي مقاله د تخار په رستاق کې د ۷ ميليونه افغانيو په لګښت روغتيايي مرکز جوړېږي

    مربوطه لیکنې

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    31 مې 2025

    ‏د جوزجان ولایت د یتیم تاق سیمې د ګازو د دریو څاګانو د کیندنې تړون لاسلیک شو

    31 مې 2025

    ننګرهار کې د دوه کورنیو ترمنځ سل کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

    31 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 31 مې 2025

    پر غزې د اسرائیلي رژیم د بریدونو دوام؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۶ تنه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي

    د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی چې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې تړانګې…

    د القاعدې غورځنګ د پوځي څانګې راپور؛ تېره میاشت مو په ۶۳ بریدونو کې ۸۲۸ امنیتي سرتېري وژلي

    31 مې 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    31 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پر غزې د اسرائیلي رژیم د بریدونو دوام؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۶ تنه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي

    31 مې 2025

    د القاعدې غورځنګ د پوځي څانګې راپور؛ تېره میاشت مو په ۶۳ بریدونو کې ۸۲۸ امنیتي سرتېري وژلي

    31 مې 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    31 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،940 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،876 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،865 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.