Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د افغان اوپوزیسیون پټه خو دوامداره ماتې او له مخالفو ډلو د خلکو کرکه
    لیکني

    د افغان اوپوزیسیون پټه خو دوامداره ماتې او له مخالفو ډلو د خلکو کرکه

    عمران آغاعمران آغا30 جون 2025څرگندونې نشته7 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    افغانستان څو کلونه پرله‌ پسې له داسې تپل شویو جګړو سره لاس او ګریوان و چې رېښه یې د اشغالګرو پوځونو یرغل او اشغال ته رسېده. دوی له افغانستان څخه د خپلو سیاسي او سیمه‌ ییزو ګټو د خوندي کولو، د ملي او طبیعي زېرمو د لوټ په موخه دې خاورې ته راغلي وو.

    ځینې خلک چې د غرب په تمدن او فرهنګ یې زړه بایللی و او خپلې ګټې یې له کفارو سره په ملګرتیا او یو لاس کېدو کې لیدلې، د اشغالګرو راتګ یې اسانه کړ او د خپل هر اړخیز ملاتړ په مټ یې په افغانستان کې د اشغالګرو شتون په پرله پسې توګه وغځاوه. دا ډول کسان یواځې د پرېمانه ناروا شتمنیو د ترلاسه کولو او د خپلو نامحدودو شخصي اړتیاوو د پوره کولو لپاره دې ته چمتو شول چې د اشغالګرو له لوري د افغانستان په اړه هر ډول تحمیل ومني او د هېواد په هر راز ګټو او مصالحو پښې کېږدي، افغان ملت له کوم دلیل او جواز پرته له بهرنیانو سره په څو کلنه نابرابره جګړه کې ښکېل او د دې خاورې ځوانان د جګړې د اور قرباني کړي. خو دې لړۍ د ډیرې مودې لپاره دوام ونه کړ، په شل کلنۍ کې پای ته ورسېده او د تاریخ د کثافاتو په ډیران کې دفن شوه.

    هغوی چې د اشغالګرو او غربیانو هم‌ فکره او څنګلوري وو او یواځې د افغان نوم یې په میراث وړی و، کله چې د اشغالګرو جادو مات او په افغانستان کې یې واکمني پای ته ورسېده، دوی چې حالت خراب ولیده، پوه شول چې په راتلونکي کې یې له شرم او بدنامۍ پرته بل څه په برخه نه دي؛ له همدې کبله یې د هېواد پرېښودل غوره وګڼل او د بهرنیانو په لمن کې یې د هغه ډول، ډول ژمنو او تړونونو له مخې پناه واخیسته چې له پخوا یې له دوی سره درلودل.

    له کلونو جګړو وروسته افغان ملت د آزادۍ او خپلواکۍ خوند ولید او په نږدې څلور کلنه دوره کې چې سرپرست حکومت په افغانستان کې واک ته رسېدلی، ملت په ملي کچه د مثبتو او پراخو بدلونونو شاهد دی چې د کورنیو او ملي رسنیو له لارې یې لیدلي، ځکه اوس د دې پر ځای چې ولس له اشغالګرو سره وجنګېږي، په ژوند کې د پرمختګ او د خپلې کورنۍ لپاره د ښو ورځو په فکر کې دي.

    له دې ټولو لاس ته راوړنو او په هېواد کې له امنیت، ارامۍ او په بېلابېلو برخو کې له بریاوو سره، سره لا هم داسې کسان شته چې د اشغالګرو د ماتې او د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره یې په وجود کې د ژورو دردونو په وجه، هڅه کوي چې د درواغو او منفي تبلیغاتو له لارې، په رسنیو او نړۍوالو غونډو کې یو ځل بیا هېواد ته د ننه، د بهرنیو ځواکونو د راتګ زمینه برابره او افغانستان یو ځل بیا د اشغال کوربه کړي. همدا لامل دی چې په بېلابېلو نومونو د بېلابېلو هېوادونو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي، هر حزب او جبهې د هغو پخوانیو آزمویل شویو څهرو په مشرۍ ډلې جوړې کړې او د بندو دروازو تر شا فکر کوي چې ګواکې یو ځل بیا به د افغانستان د تباهۍ او یوې بلې کندې ته یې د غورځېدو چانس ترلاسه کړي.

    خو څرګنده خبره ده چې تر اوسه د دې ډلو ټولې هڅې بې پایلې پاتې دي، له نړۍوالو څخه یې هیڅ مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی، له انزوا او هېرېدو سره مخ دي.

    که د دې معلومو څهرو د داخلي سقوط او بې‌اتفاقۍ علت وڅېړو، نو دې پایلې ته رسېږو، لکه څرنګه چې دوی د افغانستان د واک پر مهال او د مهمو حکومتي بستونو له شتون سره، سره ونه‌ توانېدل کوم منسجم جوړښت رامنځ ته کړي، داسې جوړښت چې د ملت په ګټه وای او افغانستان یې د نړۍوالو ملي ګټو په لور سوق کړی وای، اوس چې په انزوا کې دي او هېڅ اختیار نه‌ لري، هېڅکله نشي کولای چې خپل خیالي او له وهم ډک خوبونه په حقیقت بدل کړي.

    سره له دې چې دوی په رسنیو کې ډېر شور جوړ کړی، له بېلابېلو آدرسونو غونډې او ناستې کوي، تر ننه پورې نه دي توانېدلي چې خپل منځي یووالی رامنځ ته او خپل صفونه منظم کړي، نه یې هم کوم مشروع، ولسي او منظم بدیل وړاندې کړی چې د افغان ولس باور پرې را خپل او راتلونکي ته یې هیله‌من کړي. بلکې همېشه د دوی خپل منځي شخړې پر شخصي ګټو بارزې وې او هېڅکله یې د بحث اصلي محور د ملت بنسټیزې اړتیاوې نه‌ دي پاتې شوې او نه یې هم د افغانستان د پرمختګ لپاره یوه سمه او ټولیزه نقشه وړاندې کړې. همدا خبره د دوی د هڅو د ناکامۍ یو غټ لامل دی.

    خو که د دې کسانو خبرې په جلا، جلا ډول واورو او یو د بل پر ضد شکایتونه او نیوکې یې وګورو، داسې ښکاري چې هر یو له همدې اختلافاتو ځورېږي او د یو بل بد وايي، خو هېڅکله حاضر نه دي چې د اختلافاتو اصلي لاملونه ولس ته ښکاره او په ډاګه کړي، ځکه په دې ښه پوهېږي چې ولس به یې د اختلافاتو د اصلي دلائلو په اورېدو خوشحاله نشي، ځکه ټول پوهېږي چې د دوی ترمنځ د اختلافاتو ریښه د ولس او ملت په خیر نه ده، بلکې شخصي ګټې دي.

    که لږ هم د تاریخ پاڼې واړوو او د جمهوریت دورې ته پام وکړو، نو وینو چې د واکمنانو ترمنځ د زور زیاتي پر بنسټ یو سخت رقابت روان و. هغه مهال چې هر چارواکي دولت او واک درلوده، د زور زیاتي یو برج یې د ځان لپاره جوړ کړی و او هڅه یې دا وه چې یواځې خپل قوم واک ته ورسوي او له لارې یې د ځان پلویان ډیر کړي.

    په دې کې شک نشته چې تبعیض د افغان ولس ترمنځ رېښه غځولې وه، د قومونو ترمنځ تفرقه رامنځ ته شوه او هر قوم د بل پر ضد پټې او ښکاره دسیسې جوړې کړې، ځکه دوی دې پایلې ته رسېدلي وو چې د قانون له لارې خپلو حقه حقوقو ته نشي رسېدای، نو مجبور وو چې هماغه ناولې لاره تعقیب کړي چې نورو هم د ځان لپاره غوره کړې وه.

    د جمهوریت پر مهال په اداراتو، وزارتونو او ریاستونو کې پراخ فساد دومره ډېر و چې له ډیرو نړۍوالو مرستو او داخلي عوایدو سره، سره افغانستان همېشه له پرمختګ څخه څو ګامه شاته پاتې و او د ودې پر ځای له یو او بل هېواد او حتی له نړۍوالو بانکونو پوروړی و. دا هم نه‌ وه معلومه چې دا مرستې او بودیجه چېرې لګول کېده. یوازینی څه چې روښانه وو، دا وو چې فساد د ټولو ناکامیو جرړه وه او بودیجې د هېواد د آبادۍ په ځای، د نفوذ لرونکو اشخاصو د شخصي ګټو لپاره لګول کیدې.

    د جمهوریت په فاسد دوران کې له حاکم وضعیت او د داسې پلورل شوو کسانو په شتون کې دا څرګنده ده چې افغانستان په تېرو شلو کلونو کې همېشه وروسته پاتې و او د پرمختګ لپاره یې هېڅ کوټلی او مثبت ګام وانخیستل شو.

    خو که اوس د سرپرست حکومت روان وضعیت او له بهرني ملاتړ پرته روانې هڅې وګورو، نو دې پایلې ته رسیږو چې په ډېر کم وخت کې سترې لاسته راوړنې تر لاسه شوې دي، افغانستان د آبادۍ او پرمختګ په لوري لوی او چټک ګامونه اخېستي او له نورو هېوادونو سره یې د تعامل په برخه کې د ډاډ وړ بریاوې درلودلې دي. له همدې امله دا دوره له هغه پخواني حالت سره هېڅ د پرتلې وړ نده او دې پایلې ته رسېدلی شو چې ملت له سرپرست حکومت او له هڅو یې خوښ او راضي دی.

    له بل پلوه، سره له دې چې سیاسي ډلې او جبهې د افغانستان د حکومت پر ضد فعالیتونه کوي او په دې هڅه کې دي چې ځان سپین وښيي او د هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي، خو د دوی له بد حالت ښکاري چې نور هېڅ هېواد په ناکامو او آزمویل شویو اشخاصو پانګونه نه‌ کوي او خپل چانس په دوی نه آزمویي، همدا لامل دی چې له دومره هڅو، دوکو او منډو تړو سره، سره بیا هم هېڅ پایلې ته نشي رسېدلی.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد پنجشېر-تخار نښلوونکي سړک لپاره ۲۷۰ میلیونه افغانۍ بودیجه منظور شوه
    راتلونکي مقاله مالیې وزارت: تېره میاشت د هېواد له ګمرکونو ۱۵۶ ټانکره بې کیفیته نفتي توکي مسترد شوي

    مربوطه لیکنې

    د اهل تشیع د عاشورا مراسمو امنیت ته د حکومت ژمنتیا

    29 جون 2025

    له پاریس تر پنجشیره؛ فرانسه ولې لا هم د مسعود د کورنۍ ملاتړ کوي؟

    29 جون 2025

    د آزادۍ تر نقاب لاندې اجنډا؛ مقاومت جبهه د امریکا د ارزښتونو همغږې که د استخباراتو مهره!؟

    28 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 30 جون 2025

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان د پوځ پر مرکزي کمپ بريد کې له لسو ډېرو پوځيانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    د هندوکش غږ ځايي سرچينې وايي، چې پاکستاني طالبانو پرون شپه د خیبر پښتونخوا د…

    پاکستان کې شدیدو اورښتونو او سېلابونو ۴۵ کسان وژلي

    30 جون 2025

    مالیې وزارت: تېره میاشت د هېواد له ګمرکونو ۱۵۶ ټانکره بې کیفیته نفتي توکي مسترد شوي

    30 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان د پوځ پر مرکزي کمپ بريد کې له لسو ډېرو پوځيانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    30 جون 2025

    پاکستان کې شدیدو اورښتونو او سېلابونو ۴۵ کسان وژلي

    30 جون 2025

    مالیې وزارت: تېره میاشت د هېواد له ګمرکونو ۱۵۶ ټانکره بې کیفیته نفتي توکي مسترد شوي

    30 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،973 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،909 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،901 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.