
د افغانستان د تاریخ پاڼې له اتلولیو، حماسو، قربانیو او د ولسي سرښیندنو له زرینو کرښو څخه ډکې دي، دا ویاړلی تاریخ د احساساتي شعارونو په نتیجه کې نه دی رامنځته شوی، بلکې د معقول قیادت، واضح هدف او شرعي تګلارې پر بنسټ رامنځته شوی دی. هر هغه څوک چې ځان د دې تاریخ حقیقي وارث بولي، باید د تاریخ او افغاني ولس د احساساتو او عزت پوره درناوی وکړي، نه دا چې له تاریخي دردناکو پېښو څخه د خپلو ناوړه اهدافو د ترلاسه کولو په موخه سیاسي ګته پورته کړي.
په ۱۳۶۷هـ ش کال کې له افغانستان څخه د روسي لښکرو د وتلو پر مهال د پروان ولایت اړوند، سالنګ ولسوالۍ کې یادو لښکرو شاوخوا ۱۲۰۰ عام وګړي په شهادت ورسول؛ احمد مسعود د سالنګ د قتل عام، د ۳۸مې کلیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې په خپلو وروستیو خبرو کې د دې پر ځای چې د افغانانو عام وژنه وغندي او افغانان یووالي ته را وبولي، د دې پیښې نمایشي غندنه د افغان حکومت پر ضد د پارونکو خبرو لپاره مقدمه ګرځوي، په داسې مجلس کې دا ډول چلند او خبرې نه یوازې دا چې د شهیدانو له یاد سره بې احترامي ده، بلکې له تاریخي منطق سره هم ټکر لري.
د شوروي اتحاد پر ضد د افغان ولس مشروع پاڅون دیني او جهادي پاڅون و، د یاد پاڅون مشروعیت د بهرني یرغل، ښکاره اشغال او دیني ارزښتونو د مستقیم ګواښ له امله ثابت و، دا پاڅون د داخلي عُقدهیي اختلاف یا نظامي بدلون په موخه نه و، بلکې د هېواد د آزادۍ او بهرني اشغال د پای لپاره و. خو احمد مسعود افغان ولس د داسې حکومت پر ضد را پاروي او د تحریف هڅه کوي چې بهرنی اشغال شتون نه لري، د حکومت مشران د ولس له منځه ټاکل شوي دي، هېڅ ډول تعصب او ظلم نه کېږي، بهرنۍ مداخلې نشته او حکومت یوازې د اسلامي شریعت په اساس، د افغانانو د سپېڅلو ارادو سره برابر ترسره کېږي.
احمد مسعود د هغه وخت جهاد له نني وضعیت سره مشابه کوي او له افغان ولس څخه غواړي چې د افغان حکومت پر ضد پاڅون وکړي، د نوموړي دا غوښتنه له عزتمند، هوښیار او مدبر ولس څخه ډېره غیر منطقي او ماشومانه غوښتنه ده، تر څنګ یې د افغانستان د ویاړلي تاریخ تحریف او د افغان ولس سپکاوی دی. ځکه نن افغانستان له بهرني اشغال څخه آزاد او د خپلې ارادې خاوند دی، یو مستحکم، با ثباته او د جګړې له ستړیاوو وروسته یې افغان ولس ته یو منظم نظام رامنځته کړی دی.
احمد مسعود په خپلو خبرو کې د حقوقو یادونه هم کړې ده؛ نن ورځ «د انساني حقوقو د نقض» اصطلاح یوازې د شعار او سیاسي موخو په توګه مطرح کېږي؛ انساني حقوق په نړیوالو حقوقي اسنادو کې هم مطلق نه دي ذکر شوي، بلکې د ټولنو تر دیني شرایطو او کلتور پورې تړلي دي، د اسلامي ټولنو لپاره د حقوقو تر ټولو لوړ معیار شریعت دی، نه سیاسي او عُقديي احساسات.
د افغان حکومت د جزایي اصولنامې په اړه د احمد مسعود څرګندونې او بې ځایه اعتراضونه له دیني علم او فقهې سره د نوموړي په ناپوهۍ او بې علمۍ دلالت کوي. جزایي اصولنامه شرعي تخریج لري، هره ماده یې له فقهي متونو څخه اخیستل شوې ده، په یاده اصولنامه کې د فساد مخنیوی او انساني کرامت خوندي شوي دي. د داود خان له وخته تر نن ورځې پورې د تعزیري جزاګانو لپاره کتبي قوانینو او اصولنامو شتون درلود.
د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د جزا کوډ په نوم یو قانون شتون درلود چې په محاکمو کې تطبیق کېده، د جزا کوډ د جوړولو مالي تمویل او نظارت د بهرنیانو له لوري کېده، په دې جزا کوډ کې ډېری مادې له اسلامي شریعت او افغاني کلتور سره په ټکر کې وې، ځینو شدیدو جرایمو ته یې ډېر ساده مجازات ټاکلي وو، همدا سبب و چې اخلاقي فساد، رشوت اختلاس او نور جرمونه په پراخه پېمانه موجود و او هېڅ ډول مخنیوی یې نه کېده.
مګر د جزا پر کوډ باندې هېڅ ډول نیوکه نه کېده، سره له دې چې زیاتې نیمګړتیاوې او شرعي مشکل یې هم درلوده. اساسي خبره دا ده چې احمد مسعود او ورته نور مخالفین له اصولنامې سره مخالفت نه لري، بلکې له شریعت سره مشکل لري. احمد مسعود ځان رهبر معرفي کوي خو رهبریت یوازې په شعارونو او احساساتي ویډیوګانو نه ثابتېږي، بلکې رهبري مشروعیت، ولسي ملاتړ، واضحې تګلارې او د واقعیتونو ژور درک ته اړتیا لري.
د رهبرۍ دعوه یوازې د احساساتي پیغامونو او ولسي پارونو پر اساس نه ترسره کېږي، هغه څوک چې ولس بیا ځلې جګړې ته را بولي، خو د پایلو په تړاو یې غافل وي، د ولس لپاره بیا ځلي بحران مسؤل هم ګڼل کېږي. افغان ولس له تېرو څلورو لسیزو وروسته د ارام ساه اخیستې ده او اوس یې ډېره ښه درک کړې ده چې هر شعار د خلاصون لاره نه ده. افغان ولس امنیت، ثبات او له جګړې څخه خلاصون د خپلو اساسي غوښتونو په سر کې بولي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.

