Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د افغان حاجیانو سهمیه او لگښتونه معلوم شول
    افغانستان

    د افغان حاجیانو سهمیه او لگښتونه معلوم شول

    صابر افغانصابر افغان27 مارچ 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د روان کال د حج لپاره د افغان حاجیانو سهمیه او لگښتونه اعلان کړل.

    د ارشاد، حج او اقافو وزیر نور محمد ثاقب د یو خبري غونډې له لارې د حاجیانو سږنۍ سهمیه ۳۰۰۰۰(دېرش زره) اعلان کړه او د حج فریضې د اداء کولو لپاره یې د هر حاجي ټول لگښت ۳۸۶۵.۹۸ امریکايي ډالر چې معادل یې (۲۷۷۰۰۶،۷۴) افغانۍ کېږي اعلان کړل.نوموړي وویل، د سعودي عربستان څخه د افغانستان لپاره دېرش (۳۰) زره د حج سهمیه اخیستل شوې او د لازیاتې سهمیې غوښتنه هم شوې ده.

    همدارنگه راکړل شوې سهمیه په شفاف او عادلانه توگه په ټول هېواد کې د حج په متقاضیانو باندې وېشل کېږي.:«په روان ۱۴۴۵ هـ ق کال کې د حج په پروسه کې د نورو نوښتونو ترڅنگ د یو شمېر نوې نوملیکنه په بریالیتوب سره په ټول هېواد کې شوې، چې د سږکال د حج سهمیه د عامو حاجیانو ترڅنگ، مجاهدینو، دولتی (امارتي) اداراتو، د شهیدانو د ورثوو، په ایران او پاکستان او نور هېوادونو کې د مهاجرینو لپاره هم سهمیې په جلا جلا توگه مشخص شوي دي.»

    ده وویل، د هر ولایت د حجاج کرامو د لارښوونې او هغوی ته د حج د مناسکو د تعلیم او زده کړې ورکولو په موخه د پرو سږکال په ازموینه کې چې زرگونو علماء کرامو پکې گډون کړی وو، په لوړو نمرو د بریالیو علماء کرامو څخه د با صلاحیته کمېټې له لوري حجاجو د معلمینو په حیث په شرایطو او معیارونو د برابرو علماء کرامو غوره کول.:«د حاجیانو د ښه خدمت په موخه د انتخاب شوو معلمینو لپاره د هېواد د شیوخو اوجیدو علماء کرامو، مسلکي او تجربه لرونکو استادانو له لوري د حج پروسې په ټولو برخو کې هغوی ته د سمینارونو جوړول، سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد او رالېږد په موخه د آریانا افغان او کام ایر خصوصی هوایي شرکتونو سره تړونونه کول، د افغانستان د حاجیانو لپاره د حنفي مذهب مطابق د حج لارښود کتاب چې آسان، مختصر، مدلل، محقق او هر اړخیز دی او د حج اړوند مهم اصطلاحات او د مبارکو ځایونو پېژندنه پکې شوې ده په پښتو او دري ژبو بیا چاپول.»

    ده زیاته کړه، سږ کال هڅه کوي په مکه مکرمه کې د ټولو حاجیانو لپاره حرم شریف ته نږدې په یوه مهمه او مرکزي سیمه کې تعمیرونه ونیسي او همدارنگه په مدینه منوره کې په مرکزي او ورسره نږدې سیمو کې د ودانیو قراردادونو سربیره د تېر کال په څېر په مدینه منوره کې حاجیانو د غوښتنې او ضرورت له مخې د درې وخته ډوډۍ انتظام برابرول.

    د ارشاد، حج او اقافو وزارت داسې مهال د سږني حج لپاره د چمتووالي خبره کوي، چې هر کال افغان حاجیان شکایت کوي چې د نورو هېوادنو په پرتله د افغان حاجیانو اسانتیاوې کمې وي، خو پیسې تر نورو ډېرې اخیستل کېږي.

    مخکینۍ مقالهمتقي: د افغانستان ـ پاکستان د سوداګرۍ او ترانزيټ برخو کې دې د شته ستونزو د حل لپاره هم مخلصانه کار وشي
    راتلونکي مقاله رویټرز: د داعش خراسان څانګې مشر شهاب المهاجر د پاکستان بلوچستان کې ژوند کوي

    مربوطه لیکنې

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    د کندهار په ژېړۍ او خاکرېز ولسوالیو کې ۱۵ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025

    ننګرهار کې ۱۵۲ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 20 نوومبر 2025

    د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    20 نوومبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟

    20 نوومبر 2025

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    20 نوومبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،085 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،024 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،078 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.