شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د افغان حکومت اقتصادي پاليسي تائید او د افغان حکومت د مشرتابه لهلوري منظور شوه.د اقتصادۍ معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پالیسي «پر اسلامي اقتصادي نظام ولاړه، د پرمختللي او سوکاله افغانستان» لیدلوری او له کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د کار کچې لوړول، د بې وزلۍ کچې کمول او د اسلامي ټولنیز عدالت موخې لري.د خبرپاڼې په پای کې راغلي، چې اقتصادي پاليسي به د هېواد اقتصادي فعالیتونو په همغږي کولو، له منابعو څخه د غوره ګټې اخیستنې او د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخه کې مهم رول ولوبوي.
صراف اختر محمد خان بادیزی: د مغرضه اشخاصو له خوا خپره شوې اوازه، چې ګواکې زه شکنجه شوی یم حقیقت نهلري19 نوومبر 2025
د پنجشېر والي، حافظ محمد اغا حکیم: پرځول شوي جمهوریت روږدي پر خپل حال پريښي وو؛ خو افغان حکومت په ځانکړو مرکزونو کې تر درملنې لاندې ونیول19 نوومبر 2025