د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله اکس پاڼه لیکلي، چې د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر علي باقري کني سره ټلیفوني خبرې کړې.
په دغه تلیفوني خبرو کې د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې افغانستان یو ازاد او مستقل هېواد دی او په چارو کې یې مداخله د هیچا په ګټه نه ده، یوازې له یو بل سره د همکارۍ، تفاهم او مشورې پر اساسشونې ده، چې په مختلفو برخو کې اغیزمن پرمختګ وشي.
ښاغلي متقي په خپلو خبرو کې ویلی، چې د ایران د پخواني ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر د جنازې په مراسمو کې د اسلامي امارت د پلاوي گډون د دواړو ګاونډیو هېوادونو او ملتونو ترمنځ د ښو او رغنده اړیکو ښکارندوی وه.
هغه د غزې په اړه د دواړو هېوادونو ګډ دريځ ستايلی او هیله یې ښودلې چې د اسلامي نړۍ نور هېوادونه هم د غزې د مظلومیت په اړه خپل غږ پورته کړي.