Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د افغان حکومت د ثبات او یووالي په اړه د مخالفینو ناسمې محاسبې
    لیکني

    د افغان حکومت د ثبات او یووالي په اړه د مخالفینو ناسمې محاسبې

    صابر افغانصابر افغان29 جنوري 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د هر نظام د دوام او ثبات بنسټ پر داخلي یووالي ولاړ دی. اسلامي امارت د تأسیس له نېټې تر دې دمه په عملي توګه ثابته کړې ده چې د تصمیم‌ نیونې واحده مرجع، منظم تشکیلات، بشپړ اطاعت او ګډ عقیدوي هدف لري. همدا یووالی دی چې د بهرنیو فشارونو، تبلیغاتي جګړې او اقتصادي بندیزونو تر څنګ یې افغان حکومت نور هم د پیاوړتیا په لور روان ساتلی دی. اسلامي امارت له پیل څخه د عقیدوي وحدت، شرعي مرجعیت او واحد مشرتابه پر بنسټ ولاړ نظام دی.

    د افغان حکومت د مشرتابه د اختلاف په هکله بې ‌بنسټه راپورونه د رسنیزې جګړې ښکاره برخه ده او هېڅ واقعیت نه لري. که رښتینی اختلاف موجود وای، نو په لویو پرېکړو، د وزیرانو په بدلون، د امنیت په تأمین او نورو مهمو مسایلو کې به یې حتماً کوم اغېز څرګند شوی وای.

    د بي‌بي‌سي او ورته نورو مغرضو رسنیو راپورونه چې د افغان حکومت ځینو مخالفو څېرو خپل کاذب امیدونه ورپورې تړلي دي، د حقیقت او سیاسي تحلیل پر ځای پر نا معلومو سرچینو او خیالي انګېزو ولاړ دي.

    مغرض ادرسونه هڅه کوي چې د افغان حکومت په داخل کې د اختلافاتو په اړه هغه جوړ شوی کاذب تصویر ټولنې او نړۍ ته وړاندې کړي، چې هیڅ اساس نه لري. د همدې راپورونو له لارې د افغان حکومت سیاسي مخالفین خپله سیاسي ګټه پورته کوي، تر څو لږ تر لږه په رسنیو کې ځان مطرح وساتي.

    د اختلافاتو په اړه د مغرضو رسنیو راپورونو ته د پرځېدلي جمهوریت دوو چارواکو، حلیم فدایي او کبیر حقمل هم غبرګون ښودلی، دوی د افغان حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلاف شتون ناسم برداشت بولي. دوی په ښکاره ویلي، چې د افغان حکومت پر ضد دا ډول راپورونه نه یوازې دا چې بې‌ اساسه دي، بلکې د افغان حکومت صف نور هم منسجم او پیاوړی کوي.

    ټولو ته جوته ده چې مصنوعي او بې‌ بنسټه نظامونه د اختلافاتو په لومړیو څپو کې نړېږي، خو برعکس افغان حکومت نه یوازې دا چې پر خپل ځای پاتې شوی، بلکې اداري جوړښت، امنیتي کنټرول او واحد مرکزیت یې ورځ تر بلې نور هم پیاوړی کېږي.

    خو برعکس، د افغان حکومت مخالفین له ژورو او بنسټیزو اختلافاتو سره مخ دي. یاد مخالفین په تېرو څلورو کلونو کې په دې ونه توانېدل چې په یوه ګډ لرلید، سیاسي هدف او لږ تر لږه په یوه واحد دریځ سره راټول شي. دا ناکامي تصادفي نه ده، بلکې د یادو مخالفینو ترمنځ د ګټو د تضاد او ژور فکري اختلاف ښکاره پایله ده. شعوري مخالفین حتی په حساسو شېبو کې هم په دې ونه توانېدل چې پر یوه ټغر سره راټول شي.

    افغان حکومت، سره له دې چې له میراثي بحرانونو، نړیوالو بندیزونو او تبلیغاتي جګړې سره مخ دی، د داخلي یووالي ساتنه یې د زور پر ځای د واحد فکر، ګډ شرعي هدف او بشپړ اطاعت پر بنسټ کړې ده. دا هغه عناصر دي چې شعوري مخالفین ترې بې‌ برخې پاتې شوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهننګرهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو
    راتلونکي مقاله افغان او اذربایجاني لوري پر دوه اړخیزو چاپېریالي اړیکو خبرې کړي

    مربوطه لیکنې

    سوله که معامله؟ د سولې بورډ کې د پاکستان شوم نقش

    26 جنوري 2026

    د زرغون بهیر شاتګ؛ حاشیوي بحثونه او د بدلون هیلې

    25 جنوري 2026

    پوروړی پاکستان په کومه معامله د امریکا – اسرائيل په صف کې ودرېد؟

    24 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 29 جنوري 2026

    پاکستاني رسنۍ: د غلاوو د زیاتوالي له امله د پاکستان فولادو دولتي فابریکې شتمنۍ ليلامېږي

    پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د غلاوو د زیاتېدونکو پېښو له امله د دغه هېواد…

    د بریټانیا لومړي وزیر د چین له ولسمشر سره کتلي

    29 جنوري 2026

    هېواد کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملني ملي روغتون پرانیستل شو

    29 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني رسنۍ: د غلاوو د زیاتوالي له امله د پاکستان فولادو دولتي فابریکې شتمنۍ ليلامېږي

    29 جنوري 2026

    د بریټانیا لومړي وزیر د چین له ولسمشر سره کتلي

    29 جنوري 2026

    هېواد کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملني ملي روغتون پرانیستل شو

    29 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،053 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،115 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.