د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د حکومت د مشرتابه له لوري ځینې چارواکي تغیر او تبدیل شوي دي.
د ښاغلي مجاهد له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان بانک مخکېني سرپرست ملا هدایت الله بدري د کانونو او پټرولیم د چارسمبالي وزیر په توگه، د افغاني سرې میاشتي مخکېنی مرستیال ملا نورالدین ترابي، د پېښو په وړاندې د مبارزې ملي ادارې د چارسمبالي په توگه، د کانونو او پټرولیم وزارت مخکېنی سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست په توگه.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، همدارنگه د افغاني سرې میاشتې ټولنې مخکېنی سرپرست مولوي مطیع الحق خالص، د چاپېریال ساتنې ادارې د سرپرست په توگه او د افغانستان بانک مخکېنی لومړی مرستیال نور احمد اغا، د افغانستان بانک د سرپرست په توگه. د صنعت او سوداگرۍ وزارت، د صنعت او سوداگرۍ چارو مخکېنی مرستیال مولوي قدرت الله جمال، د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د گرځندوی، مالي او اداري مرستیال په توگه او د استخباراتو عمومي ریاست، د اقتصادي فساد سره د مبارزې ریاست مخکېنی رئیس مولوي احمد الله زاهد، د صنعت او سوداگرۍ وزارت، د صنعت او سوداگرۍ چارو د مرستیال په توگه ټاکل شوي دي.
د خبرباڼې له مخې، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مخکېنی سرپرست حافظ عزیز الرحمن، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال په توگه او د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت، گرځندوی، مالي او اداري مخکېنی معین ملا سعدالدین، د چاپېریال ساتنې ادارې د مالي او اداري مرستیال په توگه ټاکل شوي دي.
که څه هم د اوسني حکومت څه کم درې کلونه پوره کېږي؛ خو لا هم کابینه له سرپرستۍ خلاصه شوې نه ده او د کابینې ټول وزیران د سرپرست وزیر په توگه دندې پرمخ وړي.