د افغان حکومت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، چې د مشرتابه په حکم د کندهار د څلورمې امنیتي حوزې مخکنی آمر مولوي موسی کلیم ابو نصر، د تخار د امنیه قومندان په توګه او د ۲۰۳ منصوري قول اردو مخکنی مرستیال ملا روح الامین روحاني، د دفاع وزارت د حمایوي لوأ د قومندان په توګه ټاکل شوي.

‏ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې د تخار ولایت مخکنی امنیه قومندان ملا عبدالعلي د کندهار ولایت د څلورمې امنیتي حوزې د آمر په توګه او د زابل ولایت د علماوو شوری مخکنی رئیس مولوي عزیزالله طیب د همدې ولایت د پوهنتون د رئیس په توګه ټاکل شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version