Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د افغان حکومت سیاسي مشروعيت او د مخالفینو تبلیغاتي ماتې
    سیاسي لیکني

    د افغان حکومت سیاسي مشروعيت او د مخالفینو تبلیغاتي ماتې

    صابر افغانصابر افغان20 سپتمبر 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په وروستیو اونیو کې کابل ته د امریکا د يو لوړپوړي پلاوي سفر، چې د زندانیانو په چارو کې د امریکا ولسمشر ځانګړي استازي ادام بوایلر په مشرۍ او د افغانستان د سولې پخواني استازي زلمي خلیلزاد، په ملګرتیا ترسره شو، ټولنیزو رسنیو کې یې پراخې خبرې او غبرګونونه راپارول.

    د افغان حکومت مخالفینو د یو تبلیغاتي کمپاین له لارې هڅه وکړه دا سفر د افغانانو پر زیان وښيي، په عامه توګه یې بېځایه او مضحکه ادعاوې مطرح کړې، خو دغه ادعاوې په دې تحلیل کې په کره توګه ناسمې ثابتېږي.

    له هر څه وړاندې باید پوه شو چې د یاد پلاوي په جلا، جلا لیدنو کې د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي او د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره د زندانیانو تبادلې، دوه‌ اړخیزو اړیکو، پانګونې او د افغانستان د عمومي وضعیت په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو خبرې شوې.

    ظاهراُ دا سفر د معمولي ډیپلوماټیکو خبرو اترو یوه برخه وه؛ خو د حکومت مخالفینو سخت غبرګون وښودله چې هغوی دغه لیدنې د خپلو ګټو او موقف لپاره مستقیم ګواښ بولي.

    اوس اساسي پوښتنه دا ده چې ولې تښتېدلي مخالفین او د جمهوریت ړ پرځېدلي نظام سیاسي مشران د یو ډیپلوماټیک بحث څخه دومره وېره لري او دا موضوع د تخریب لپاره د یو لامل په توګه وړاندې کوي؟

    د بهرنیو چارو وزارت او د ریاست الوزراء له رسمي اعلامیو څخه څرګندېږي چې د خبرو اترو اصلي محور د زندانیانو تبادله او په اقتصادي او سیاسي برخو کې د همکاریو د زمینه‌یابۍ ارزونه وه. دې خبرو څرګند کړه چې حتی امریکا هم له خپل ویاړ او تکبر سره سره اړ شوې چې د افغانستان نوی واقعیت ومني او ورسره تعامل وکړي.

    د دې پلاوي په منځ کې د زلمي خلیلزاد حضور تر بل هر څه د حکومت د مخالفینو روح ته زیان رسولی؛ ځکه چې د هغه شتون په افغانستان کې د هغه نظام سقوط رايادوي چې شل کاله د بهرنیو تر سیوري لاندې غوړېدلی و، خو کله چې امریکا خپلې پښې سپکې کړې، نو هغه نظام څو ورځې هم تاب و نه کړ او د مخالفینو ټول خوبونه یې وځپل.

    بېشکه، داسې سفرونه به د افغانستان او د افغان حکومت لپاره ژور او مثبته اغېزه ولري او په همدې اندازه به د مخالفینو لپاره درانه تاوانونه ولري. ځکه دغه تعاملات په نړۍواله کچه د افغانستان د حکومت تدریجي مشروعیت ترلاسه کېدو زمینه برابروي او په عین وخت کې د مخالفینو جعلي روایت چې کلونه یې هڅه کړې وه افغانستان یوې منزوي هېواد وښیي، له منځه وړي.

    په دې منځ کې د زندانیانو تبادله چې د دې سفر یوه مهمه موضوع وه، ځانګړې مهمتیا لري. مخالفین هڅه کوي دغه موضوع د تبلیغاتو لپاره وکاروي او داسې وښيي چې ګواکې افغانستان په کمزوري موقعیت کې دی؛ خو حقیقت دا دی چې د زندانیانو تبادله د نړۍوالې ډیپلوماسۍ یو منل شوی او معمول ابزار دی چې نه یوازې د کمزورۍ نښه نه ده، بلکې د مذاکراتو په میز کې د اړخونو د مساوي موقف څرګندونه کوي.

    په پایله کې باید وویل شي چې د کابل ته د امریکایي پلاوي سفر، د مخالفینو د منفي تبلیغاتو برعکس، نه یوازې د افغانستان د کمزورۍ نښه نه ده، بلکې د بین‌المللي تعاملاتو د یو نوي پړاو پیل څرګندوي؛ یو واقعیت چې افغانستان د یو خپلواک لوبغاړي په توګه معرفي کوي، هغه هېواد چې په لنډ وخت کې وتوانېد د نړۍ د لویو قدرتونو توجه را جلب کړي. دا په حقیقت کې په نړۍواله کچه د مشروعیت ترلاسه کولو او د افغانستان د سیاسي موقف د پیاوړتیا لپاره یوه مهمه ګام ګڼل کېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد وینزوېلا ولسمشر، نیکولاس مادرورو: امریکا غواړي په وینزوېلا کې خپل لاسپوڅی حکومت واک ته ورسوي
    راتلونکي مقاله پرتګال سبا ورځ د فلسطين دولت د رسميت پېژندو اعلان کوي

    مربوطه لیکنې

    نوی افغان حکومت د ملت خیر غوښتونکی که شر غوښتونکی دی؟

    9 اکتوبر 2025

    نوی افغان حکومت د ملت خیر غوښتونکی که شر غوښتونکی دی؟

    9 اکتوبر 2025

    ایا د اسلام اباد غونډه به غلام مخالفین ارام کړي؟

    8 اکتوبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 9 اکتوبر 2025

    فراه پوهنتون کې پر پنځوس جريبه ځمکه د څېړنيز فارم جوړېدو چارې پيل شوې

    صهیونیست پوځ له غزې شا تګ ته چمتو کېږی

    9 اکتوبر 2025

    نوی افغان حکومت د ملت خیر غوښتونکی که شر غوښتونکی دی؟

    9 اکتوبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    فراه پوهنتون کې پر پنځوس جريبه ځمکه د څېړنيز فارم جوړېدو چارې پيل شوې

    9 اکتوبر 2025

    صهیونیست پوځ له غزې شا تګ ته چمتو کېږی

    9 اکتوبر 2025

    نوی افغان حکومت د ملت خیر غوښتونکی که شر غوښتونکی دی؟

    9 اکتوبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،043 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،992 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،034 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.