Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د افغان حکومت مخالفین د پاکستان په غېږ کې
    لیکني

    د افغان حکومت مخالفین د پاکستان په غېږ کې

    صابر افغانصابر افغان19 اگست 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د اګسټ پر پنځلسمه، پر افغانستان اسلامي امارت د امریکا او ناټو له وتلو وروسته یو ځل بیا پر ټول هېواد واکمن شو. د هغو سیاسي څهرو او ډلو لپاره چې د بهرنیو ځواکونو پر ملاتړ ولاړې وې، د جمهوري نظام ړنګېدل ورته ستره ضربه وه. ډېری یې له هېواده وتښتېدل، ځینې په لوېدیځو هېوادونو کې مېشت شول، خو ډېری یې په پاکستان کې ځای پر ځای شول.

    له دې هر څه سره، د افغان حکومت مخالفې ډلې د خپلو سیاسي او شخصي موخو لپاره د ګاونډیانو، په ځانګړي ډول د پاکستان پر ملاتړ تکیه کوي. پاکستان د خپل تاریخي ستراتيژيک عمق پاليسيStrategic) Depth Policy) په تعقیب د افغانستان په کورنیو چارو کې د نفوذ د پراخولو لپاره له دغو نیابتي ډلو کار اخلي. د همدې سیاست په دوام به، د افغان حکومت ګڼ شمېر مخالفین په اسلام‌اباد کې غونډې کوي، د پاکستان له پوځ او استخباراتو سره ګډې ناستې لري او د افغانستان پر ضد ګډ دریځ خپلوي.

    د پاکستان له رامنځ ته کېدو را وروسته د افغانستان پر وړاندې د «ستراتیژیک ژوروالی يا ستراتیژيک عمق» سیاست تعقیب کړی دی. د دې سیاست هدف دا دی چې افغانستان تر خپل نفوذ لاندې وساتي او د خپلې بهرنۍ او امنیتي پالیسۍ د یوې وسیلې په توګه ترې کار واخلي او د هند پر وړاندې ځان ته د یوې عقبې (هغه ځای وي چې پوځ د اړتیا وړ مواد تر لاسه کوي، استراحت کوي او خونديتوب لري) جبهې ډاډ تر لاسه کړي.

    پاکستان هر وخت د افغانستان له سیاسي نظامونو سره د خپلو ګټو پر بنسټ چلند کړی دی؛ کله چې نوی افغان حکومت پر کابل واکمن شو، پاکستان تمه لرل چې دغه نوی نظام به د اسلام‌اباد غوښتنې ومني، خو د حکومت د خپلواک دریځ له امله پاکستان ځان ناکام احساس کړ. له همدې کبله یې د پخوانیو چارواکو او مخالفینو ملاتړ یو ځل بیا زیات کړ او د ځینو پخوانیو چارواکو او مخالفو ډلو پالنه یې پیل کړه.

    په تېرو څلورو کلونو کې نږدې څو ځله داسې غونډې ترسره شوې چې پاکستان مخالفین په اسلام‌اباد، ترکیې یا بل هېواد کې سره راټول کړل. په دغو ناستو کې د افغان حکومت ضد تبلیغ، د نړۍوالو پر وړاندې د منفي انځور خپرول او د یو بدیل سیاسي جریان د جوړولو خبرې شوې دي، د یادو غونډو تر شا د پاکستان پوځ او استخبارات لاس لري. همدوی مالي اسانتیاوې، امکانات او رسنیز تبلیغاتي پوښښونه ورته برابروي. پاکستاني رسنۍ، په ځانګړي ډول هغه چې د پوځ تر اغېز لاندې دي، د امارت د مخالفینو څرګندونې خپروي، هغوی ته مرکې برابروي او هڅه کوي نړۍوالو ته دا وښيي چې افغان حکومت د مخالفت له جدي بهیر سره مخ دی.

    پاکستان هڅه کوي چې د افغانستان د سیاسي ثبات او خپلواکې پالیسۍ مخه ډب کړي. ځکه د یو قوي، متحد او خپلواک افغانستان شتون د پاکستان د سیمه ییزو اهدافو پر وړاندې ستر خنډ دی. له همدې امله، د افغان مخالفو ډلو ملاتړ د اسلام‌اباد لپاره د یوې اوږدمهالې وسیلې حیثیت لري.

    د افغان حکومت مخالفین چې د پاکستان په غېږ کې ځان ته ځای لټوي، د افغانستان د خپلواکۍ، ملي یووالي او راتلونکې دښمنان ثابتېږي. د دوی دغه دریځ نه یوازې د دوی په ګټه نه ده، بلکې د پاکستان د اوږدمهاله ستراتیژیکو موخو لپاره یوه وسیله ګرځي.

    د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري د افغان حکومت پر وړاندې له دغسې غونډو جوړولو څخه موخه پر افغان حکومت فشار راوړل، د نظام د خپلواکو بهیرونو مخنیوی، د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره د یوه کارت کارول او نړۍ ته دا ښودل چې د افغان حکومت مخالف سیاسي جریانونه لا هم فعال دي او دوی هڅه کوي چې افغان حکومت د انزوا، کمزورتیا او بې ثباتۍ ښکار وبولي، څو نړۍوال قناعت کړي چې د افغانستان اوسنی نظام د دوام وړ نه دی.

    د افغان حکومت مخالفین چې اسلام‌اباد ته پناه وړي، د پاکستان د ستراتیژیکو موخو وسیله ګرځېدلي دي. د دوی د غونډو، تبلیغاتو او اړیکو تر شا اصلي موخه د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د فشار زیاتول دي.

    د دې پدیدې پر وړاندې د افغانستان یوازینۍ دایمي حل لاره د ملي یووالي ټینګښت، د خپلو داخلي ستونزو د کور د ننه حل او د بهرنیانو پر وړاندې د یو ګډ دریځ رامنځ ته کول دي. تر څو چې افغانان پخپله د خپلواکۍ، ثبات او یووالي د ساتلو لپاره سره یو موټی نه شي، د پاکستان دغه ډول سیاستونه به دوام ولري او د افغان حکومت مخالفین به د پردیو ګټو د وسیلو په توګه کارول کېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهحماس غورځنګ له اسرائیلي رژیم سره د اوربند طرحه منلې
    راتلونکي مقاله افغان حکومت: ځوانان او نوی نسل بايد له تاريخ زده کړه وکړي او د هر اشغال پر وړاندې ودرېږي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو ځالې د له منځه تلو په حال کې دي

    19 اگست 2025

    له هېواد بهر مدني بنسټونه؛ د بهرنیو استخباراتو د فشار وسیله

    16 اگست 2025

    امارت د سوپر پاور په ځای هژمونيک پاور مات کړ

    15 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 19 اگست 2025

    د مخالفو ډلو ځالې د له منځه تلو په حال کې دي

    د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګېرهارډ د یوې مهمې خبري ناستې په ترڅ کې…

    د استخباراتو لوی رياست رئيس ملا عبدالحق وثیق: خپلواکي يواځې د يوې ځمکې يا جغرافيې ساتنه نه ده؛ بلکې د يوې جغرافيې د کلتور او ثقافت ساتنه او اصلاح هم ده

    19 اگست 2025

    د چارو ادارې لوی رئيس مولوي نورالحق انور: آزادي هرڅوک اخيستلی شي؛ خو د آزادۍ ساتل مهم دي

    19 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مخالفو ډلو ځالې د له منځه تلو په حال کې دي

    19 اگست 2025

    د استخباراتو لوی رياست رئيس ملا عبدالحق وثیق: خپلواکي يواځې د يوې ځمکې يا جغرافيې ساتنه نه ده؛ بلکې د يوې جغرافيې د کلتور او ثقافت ساتنه او اصلاح هم ده

    19 اگست 2025

    د چارو ادارې لوی رئيس مولوي نورالحق انور: آزادي هرڅوک اخيستلی شي؛ خو د آزادۍ ساتل مهم دي

    19 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،000 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،945 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،966 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.