د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د اګسټ پر پنځلسمه، پر افغانستان اسلامي امارت د امریکا او ناټو له وتلو وروسته یو ځل بیا پر ټول هېواد واکمن شو. د هغو سیاسي څهرو او ډلو لپاره چې د بهرنیو ځواکونو پر ملاتړ ولاړې وې، د جمهوري نظام ړنګېدل ورته ستره ضربه وه. ډېری یې له هېواده وتښتېدل، ځینې په لوېدیځو هېوادونو کې مېشت شول، خو ډېری یې په پاکستان کې ځای پر ځای شول.

له دې هر څه سره، د افغان حکومت مخالفې ډلې د خپلو سیاسي او شخصي موخو لپاره د ګاونډیانو، په ځانګړي ډول د پاکستان پر ملاتړ تکیه کوي. پاکستان د خپل تاریخي ستراتيژيک عمق پاليسيStrategic) Depth Policy) په تعقیب د افغانستان په کورنیو چارو کې د نفوذ د پراخولو لپاره له دغو نیابتي ډلو کار اخلي. د همدې سیاست په دوام به، د افغان حکومت ګڼ شمېر مخالفین په اسلام‌اباد کې غونډې کوي، د پاکستان له پوځ او استخباراتو سره ګډې ناستې لري او د افغانستان پر ضد ګډ دریځ خپلوي.

د پاکستان له رامنځ ته کېدو را وروسته د افغانستان پر وړاندې د «ستراتیژیک ژوروالی يا ستراتیژيک عمق» سیاست تعقیب کړی دی. د دې سیاست هدف دا دی چې افغانستان تر خپل نفوذ لاندې وساتي او د خپلې بهرنۍ او امنیتي پالیسۍ د یوې وسیلې په توګه ترې کار واخلي او د هند پر وړاندې ځان ته د یوې عقبې (هغه ځای وي چې پوځ د اړتیا وړ مواد تر لاسه کوي، استراحت کوي او خونديتوب لري) جبهې ډاډ تر لاسه کړي.

پاکستان هر وخت د افغانستان له سیاسي نظامونو سره د خپلو ګټو پر بنسټ چلند کړی دی؛ کله چې نوی افغان حکومت پر کابل واکمن شو، پاکستان تمه لرل چې دغه نوی نظام به د اسلام‌اباد غوښتنې ومني، خو د حکومت د خپلواک دریځ له امله پاکستان ځان ناکام احساس کړ. له همدې کبله یې د پخوانیو چارواکو او مخالفینو ملاتړ یو ځل بیا زیات کړ او د ځینو پخوانیو چارواکو او مخالفو ډلو پالنه یې پیل کړه.

په تېرو څلورو کلونو کې نږدې څو ځله داسې غونډې ترسره شوې چې پاکستان مخالفین په اسلام‌اباد، ترکیې یا بل هېواد کې سره راټول کړل. په دغو ناستو کې د افغان حکومت ضد تبلیغ، د نړۍوالو پر وړاندې د منفي انځور خپرول او د یو بدیل سیاسي جریان د جوړولو خبرې شوې دي، د یادو غونډو تر شا د پاکستان پوځ او استخبارات لاس لري. همدوی مالي اسانتیاوې، امکانات او رسنیز تبلیغاتي پوښښونه ورته برابروي. پاکستاني رسنۍ، په ځانګړي ډول هغه چې د پوځ تر اغېز لاندې دي، د امارت د مخالفینو څرګندونې خپروي، هغوی ته مرکې برابروي او هڅه کوي نړۍوالو ته دا وښيي چې افغان حکومت د مخالفت له جدي بهیر سره مخ دی.

پاکستان هڅه کوي چې د افغانستان د سیاسي ثبات او خپلواکې پالیسۍ مخه ډب کړي. ځکه د یو قوي، متحد او خپلواک افغانستان شتون د پاکستان د سیمه ییزو اهدافو پر وړاندې ستر خنډ دی. له همدې امله، د افغان مخالفو ډلو ملاتړ د اسلام‌اباد لپاره د یوې اوږدمهالې وسیلې حیثیت لري.

د افغان حکومت مخالفین چې د پاکستان په غېږ کې ځان ته ځای لټوي، د افغانستان د خپلواکۍ، ملي یووالي او راتلونکې دښمنان ثابتېږي. د دوی دغه دریځ نه یوازې د دوی په ګټه نه ده، بلکې د پاکستان د اوږدمهاله ستراتیژیکو موخو لپاره یوه وسیله ګرځي.

د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري د افغان حکومت پر وړاندې له دغسې غونډو جوړولو څخه موخه پر افغان حکومت فشار راوړل، د نظام د خپلواکو بهیرونو مخنیوی، د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره د یوه کارت کارول او نړۍ ته دا ښودل چې د افغان حکومت مخالف سیاسي جریانونه لا هم فعال دي او دوی هڅه کوي چې افغان حکومت د انزوا، کمزورتیا او بې ثباتۍ ښکار وبولي، څو نړۍوال قناعت کړي چې د افغانستان اوسنی نظام د دوام وړ نه دی.

د افغان حکومت مخالفین چې اسلام‌اباد ته پناه وړي، د پاکستان د ستراتیژیکو موخو وسیله ګرځېدلي دي. د دوی د غونډو، تبلیغاتو او اړیکو تر شا اصلي موخه د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د فشار زیاتول دي.

د دې پدیدې پر وړاندې د افغانستان یوازینۍ دایمي حل لاره د ملي یووالي ټینګښت، د خپلو داخلي ستونزو د کور د ننه حل او د بهرنیانو پر وړاندې د یو ګډ دریځ رامنځ ته کول دي. تر څو چې افغانان پخپله د خپلواکۍ، ثبات او یووالي د ساتلو لپاره سره یو موټی نه شي، د پاکستان دغه ډول سیاستونه به دوام ولري او د افغان حکومت مخالفین به د پردیو ګټو د وسیلو په توګه کارول کېږي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version