لیکوال: همت سمون
په افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو او واک ته د نوي افغان حکومت له رسېدو وروسته، په بهر کې مېشت د پرځېدلي جمهوریت چارواکي، د اوسني حکومت مخالفین او ځینې هغه هېوادونه، چې په افغانستان کې د نفوذ هیله لري، تل د «ټولشموله حکومت» په نوم یوه کلیشهيي او نامانوسه اصطلاح کاروي، چې د تعریف په اړه یې ابهامات ډېر دي. دغه کسان، ادرسونه او هېوادونه په رسمي او غیر رسمي ناستو کې همدا اصطلاح کاروي او د دې اصطلاح تر شا د خپلو پټو اغراضو او پیغامونو د لېږد هڅه کوي. تر دې ټولو به را وړاندې شو، لومړی به د بې طرفه افغانانو په ترمینالوژۍ کې د ټولشموله په معنی او دغه راز په اوسني حکومت کې د دې اصطلاح په صدق خبرې وکړو.
ټولشموله اصطلاح په دې معنی چې په یوه جوړښت، نظام، سیستم او حکومت کې باید د بېلابېلو قومونو او پرګنو استازي تر یوه واحد قیادت لاندې راټول شوي وي او ټول د یوې ګډې موخې لپاره کار وکړي. اوس که د افغانستان د اوسني حکومت معاینه کوو، نو ویلی شو چې د رهبرۍ په کچه د دغه نظام په جوړښت کې د بېلابېلو قومونو رښتني استازي شته، عبدالسلام حنفي د رئیس الوزراء دویم مرستیال، په خټه ازبک او د هېواد له شمال زون څخه دی. په نظامي برخه کې د پوځ لوی درستیز چې د ټول پوځ قومانده یې په لاس کې ده، د هېواد د شمال ختيځ بدخشان ولایت اوسېدونکی او په خټه تاجک دی. نورالدین عزیزي چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر دی، د پنجشېر ولایت اوسېدونکی او په خټه تاجک دی.
قاري دین محمد حنیف د افغانستان د اقتصاد وزیر د بدخشان ولایت اوسېدونکی دی. ډاکټر عبدالطیف نظري د اقتصاد وزارت معین په خټه هزاره دی. شیخ خالد حنفي د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزیر په خټه نورستانی او د هېواد د نورستان ولایت اوسېدونکی دی. همدا راز ګڼ شمېر نور والیان، رئیسان او لوړي پوړي حکومتي چارواکي د افغانستان له بېلابېلو قومونو او ولایتونو را ټول شوي او د اوسني حکومت تر واحد قیادت لاندې کار او خدمت کوي.
که د ټيټې کچه معاینه کوو، نو د پرځېدلي جمهوریت سلګونه زره تنه د منځنۍ او ټيټې کچې دولتي رئیسان، معاونین، آمرین، مدیران او مامورین اوس مهال هم په دولتي دندې لري، نه منفک شوي او نه یې هم د کار مخه نیول شوې، یوازې د ادارو لومړۍ درجه مشران تغیر او تبدیل شوي، همدا راز د هغه رئیسانو بدیل رئیسان ګمارل شوي چې د جمهوریت له پرځېدو سره سم له هېواد څخه ووتل.
که له ټولشموله موخه دا وي، چې په حکومت کې دې د بېلابېلو قومونو استازي موجود وي، نو په اوسني حکومت کې د هر قوم استازي په هره کچه موجود دي، بیا د ټولشموله غوښتنه د څه لپاره!؟ که د پرځېدلي جمهوریت جوړښت ته ځیر شو، چې پوره دوه لسیزې واک له څو قومي ټېکه دارانو او مداریانو سره په انحصار کې و، ولې چا ورته د ټولشموله حکومت سپارښتنه نه کوله او اوس یې کوي!؟ ولې دا خلک او هېوادونه د حکومت بدنې ته نه ګوري چې له ۶۰ تر ۷۰ سلنه مامورین یې ټول هماغه د جمهوریت مامورین او د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي او د مختلفو قومونو خلک دي.
آیا د ټولشموله معنی هماغه د پرځېدلي جمهوریت څو ناکامې، بدنامې او مفسدې څېرې دي؟ آیا دوی په رښتیا هم د خپلو قومونو استازي وو؟ آیا دوی هغه مهال واک انحصار او میراثي کړی نه و؟ آیا دوی د افغانستان پر ځای نورو هېوادونو او ادارو ته کار نه کاوه؟ آیا دوی په فساد کې تر ستوني غرق نه وو؟ آیا دوی په ظلمونو، غصب، وژنو، اختطافونو او ربړونو کې ښکېل او د بشري حقونو ناقضین نه وو؟ آیا دوی د پردیو په اشاره د افغانستان د تجزیې او د قومونو ترمنځ نفاق ته د لمن وهلو هڅې نه کولې؟ آیا د همدې کارونو له کبله بهرنیانو پرې پانګونه نه کوله؟ معلومه ده چې ځواب هو! دی او په دې ټولو کړنو کې ښکېل وو.
نو د «ټولشموله حکومت» معنی کلیشه، غرضي او له سلو مکرونو او فرېبونو ډکه ده. د ټولشموله معنی دا چې هماغه ناکامې او بدنامې څېرې دې راوستل شي، افغانستان دې د سیمې او نړۍ د نیابت او نفوذ مرکز وګرځول شي، تفرقو ته دې پرې لمن ووهل شي او بالاخره دا اوسنی ثبات، امنیت او سوکالي دې پرې په جګړه، وژنو، وینې تویولو او بربادیو واړول شي، ترڅو د نورو هېوادونو، څو کړیو او څو افرادو شخصي ګټې خوندي شي او بس! د نړۍوالو او په بهر کې مېشتو مخالفینو د ټولشموله اصطلاح د زهرو داسې څاڅکی دی، چې جبران یې بیا ناممکن دی؛ افغانان دغسې حکومت نه غواړي، ځکه دا یو فرمایش دی، چې باید همداسې بابېزه او بې معنی وګڼل شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.

 
		
