
د افغان حکومت ویاند، مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، چې افغان حکومت تېر کال د ډیپلوماسۍ او له نورو هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا په برخه کې د پام وړ پرمختګ لرلی دی.
نوموړي پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې په یاده موده کې د ریاستالوزراء د مرستیالانو، وزیرانو او د کابینې د نورو غړو لهخوا ټولټال ۹۹ بهرني سفرونه ترسره شوي دي.
د ښاغلي مجاهد په وینا، دغه سفرونه د اقتصادي، تجارتي او ډیپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوي دي.

