Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د افغان دولت د مخالفت سربېره؛ په دوحه کې نن د افغانستان اړوند غونډه پیلېږي
    افغانستان

    د افغان دولت د مخالفت سربېره؛ په دوحه کې نن د افغانستان اړوند غونډه پیلېږي

    صابر افغانصابر افغان18 فبروري 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغان حکومت د ښکاره مخالفت سربېره بیا هم د قطر په پلازمېنه دوحه کې نن د افغانستان اړوند غونډه پیلېږي. نړیوالې رسنۍ وايي، د ملگرو ملتونو سر منشي انتونیو گوتېرېش، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانگړی استازی، د امریکا، ناروې، جرمني او روسیې په گډون د نړۍ د شلو هېوادونو استازي دغې ناستې ته بلل شوي دي.پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دوحې ناستې په اړه یوه اعلامیه خپره کړه او په دغه ناسته کې یې له گډون کولو نټه وکړه. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان د اسلامي امارت په تېرو دوه نیمو کلونو کې له یوې خوا په کوردننه د نظام د سیاسي، اداري، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو بنسټونو د ټینگښت لپاره هڅې کړې؛ خو له بلې خوا یې د سیمې هېوادونو سره په اړیکو کې ښه پرمختگ هم کړی دی.د خبرپاڼې له مخې، افغان حکومت د ملگرو ملتونو، لوېدیځو هېوادونو او په ځانگړې توگه د امریکا متحده ایالاتونو سره په هم په منظم ډول د گڼو لارو د یو اړخیزو نامشروع بندیزونو، تور او جایزې لېستونو او د افغانستان بانک د زېرمو د ازادولو په برخه بحثونه کړي دي.:« د افغانستان اسلامي امارت په دې باور و چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د م.م. د سر منشي انتونیو گوتېرېش په مشرۍ د افغانستان لپاره د گڼو هېوادونو د ځانگړو استازو ناسته یو بل ښه فرصت و، چې پر اختلافي ټکو پکې ښکاره او په نتیجه ولاړې خبرې شوی وی. د بهرنیو چارو وزارت ملگرو ملتونو ته واضحه کړې ده، چې که اسلامي امارت د یوازېني مسوول لوري په توگه د افغانستان په استازیتوب گډون کوي او د دوحې ناسته کې د افغان پلاوي او ملگرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه پر ټولو مسئایلو د واضحو خبره زمینه برابرېږي، نو گډون به ګټور وي؛ خو که په دې برخه کې د نه پرمختگ له امله د امارت له‌خوا بې‌نتیجې گډون گټور ونه‌بلل شو.»د خبرپاڼې له مخې، ملگري ملتونه باید دا حقایق درک کړي او د څو محدود لورو تر اغېز لاندې رانه‌شي، چې د افغانستان اوسنی نظام د تېر شل کلن رژیم په څېر د چا تر اغېزې لاندې نه راځي، نو د دې امکان شته چې له امارت سره په خبرو کې پرمختگ وشي.:«د سیمې له هېوادونو سره د ا.ا. تېر دوه نیم کلن تعامل وښودله چې که د تېرو شل کلنو ناکامو تجربو له تکرار څخه ډډه وشي، د یو اړخیزو تحمیلي پرېکړو، تورونو او فشارونو پر ځای یو واقعبینانه او عملګرایانه چلن خپل شي، نورو لورو سره هم دوو اړخیزو اړیکو کې پرمختګ کېدلای نه‌شي.»د دوحې ناسته داسې مهال کېږي، چې په دغه ناسته کې د افغان حکومت هېڅ استازی برخه نه اخلي، خو په نننۍ غونډه کې د افغانستان په اړوند چارو خبرې کېږي.د ۲۰۲۳ز کال د مې په لومړیو کې هم د دوحې لومړۍ ناسته شوې وه، چې په هغه غونډه کې هم د افغان حکومت استازو برخه نه لرله.د چارو شنونکي هم وايي، نړیواله ټولنه باید خپل وړاندیزونه او نیوکې د افغانستان له اوسنیو مسوولینو سره مخامخ شریک کړې او دغه ډول ناستې چې د حکومت استازي پکې نه وي د وخت ضایع بولي.

    مخکینۍ مقالهیو شمېر هېوادوالو د “دوحې” په ناسته کې د افغان حکومت د نه ګډون هرکلی کړی
    راتلونکي مقاله الجزیرة: افغان ولس د جنګسالارانو او مفسدو همه شموله حکومت نه غواړي

    مربوطه لیکنې

    د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د قرغزستان له لومړي وزیر سره کتلي

    15 اگست 2025

    د فتحې د څلورمې کليزې په وياړ د کابل ټولو تفريحي پارکونو ته تګ وړيا دی

    14 اگست 2025

    هرات کې د پاشدان اوبو او برېښنا بند پرانيستل شو

    14 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 15 اگست 2025

    هندي کشمیر کې سېلابونو ۴۶ تنه مړه کړي

    د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د سختو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي، چې…

    د بلوچستان خلکو افغانستان ته د فتحې د ورځې مبارکي ويلې

    15 اگست 2025

    د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د قرغزستان له لومړي وزیر سره کتلي

    15 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    هندي کشمیر کې سېلابونو ۴۶ تنه مړه کړي

    15 اگست 2025

    د بلوچستان خلکو افغانستان ته د فتحې د ورځې مبارکي ويلې

    15 اگست 2025

    د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د قرغزستان له لومړي وزیر سره کتلي

    15 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،999 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،940 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،961 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.