د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف سره ټېلیفوني خبرې کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا غږېدلي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې مکالمه کې دواړه لوري کابل ته د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزیر پر وروستي سفر، شوو هوکړو او د مسئایلو د تعقیب په اړه وغږېدل.:«دواړه لورو ډاډ ورکړ، چې د دواړو هېوادونو اړوندې ادارې به د شوو توافقاتو پر پلي کولو کار کوي او د کارونو د تعقیب په موخه به د لوړې کچې اړیکې ساتي او په راروانو څو ورځو کې به د اړونده چارو د وزیرانو په کچه تعقیبي غونډه کېږي.»
د یو بل خبر له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د بهرنیو چارو نوي وزیر محمد اسحٰق ډار مبارکي ویلې ده او دواړو لورو هیله ښودلې، چې د دواړو هېوادونو اړیکې به بېرته سم لوري ته ولاړې شي.