Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د افغان ملت مخالفین د شعار او عمل تر منځ؛ رښتیا څه دي!؟
    لیکني

    د افغان ملت مخالفین د شعار او عمل تر منځ؛ رښتیا څه دي!؟

    عمران آغاعمران آغا28 اکتوبر 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: عارف الله ضمیر

    افغانستان د مختلفو حکومتونو د ناکام مدیریت له کبله د میراثي اقتصادي او زېربنایي ننګونو سره مخ دی، په ځانګړې توګه د انرژۍ، ګاز، نفت او د تولیدي صنعت په برخو کې ستونزې او ننګونې شته. په دې وروستیو کې د سعودي عربستان د ډلټا انټرنشنل شرکت له خوا د افغانستان په تېلو او ګازو کې د ملیاردونه ډالرو په ارزښت د پانګونې اعلان شوی او تفاهم‌نامې لاسلیک شوې دي، چې د هېواد لپاره یې یو لوی اقتصادي فرصت بللی شو. خو د افغان حکومت مخالفینو یو ځل بیا د دغسې مهمې پانګونې پر وړاندې، په ټولنیزو رسنیو کې مخالفت څرګند کړی او هڅه یې کړې، دې پانګونې ته د دسیسې یا لوټلو نوم ورکړي.

    افغانستان له ډېرې مودې راپدېخوا د انرژۍ، ګاز، برېښنا، صنايعو او بنسټیزو زیربناوو د کمښت سره مخ دی، خو هر کله چې کوم افغان یا بهرنی پانګوال په هېواد کې د ملت په ګټه پانګونې ته زړه ښه کوي، مخالفین یې په اړه عامه اذهان مغشوشوي او په اړه یې غوغا جوړوي.

    په دې وروستیو کې د میرویس عزیزي لخوا هم د لس میلیارده ‌ډالرو په ارزښت د برېښنا د جوړونې او په دې برخه کې د پانګونې تړون له افغان حکومت سره لاسلیک شو، چې هدف یې د هېواد د برېښنا خودکفايي ده، خو یو شمېر داسې څېرې چې له ملي ګټو سره مخالف دي، د دې سترې پانګونې له اعلان سره یې د میرویس عزیزي په ضد پخوانۍ دسیسې مطرح کړې.

    د افغان حکومت مخالفین، چې په واقعیت کې د افغان ملت مخالفین ورته ویلی شو، په افغانستان کې له اقتصادي پروژو سره مخالفت کوي، خو پرته له دې چې خپله د افغانستان د اقتصادي خودکفايي لپاره بدیل وړاندې کړي، یوازې په غیر منطقي مخالفت تکیه کوي.

    که په افغانستان کې، په زېربنايي او نورو اړینو برخو کې پانګونه وشي، نو مستقیمې ګټې یې دا دي چې صنعت به وده وکړي، وزګار خلک به په کارونو وګمارل شي، تولیدي واحدونه به وده وکړي، په مجموع کې به د اقتصادي بنسټونو ستنې ټینګې او د افغانستان د اقتصاد واقعي بڼه به جوړه شي، خو ضمني ګټه یې دا ده چې کله خلکو ته کاري فرصتونه محیا شي، نیابتي ډلې(چې په رأس کې یې د افغان حکومت مخالفین دي) به د افرادو له کمښت سره مخ شي.

    د افغان ملت مخالفین همېشه د پرمختګ پر وړاندې خنډ جوړوي، خو که دوی په خپلو شعارونو او دعوو کې رښتیني وي، نو باید موخه یې دا وي چې افغانستان یو پرمختللی، د اقتصاد له اړخه غني او یو خپلواک هېواد وي، چې لپاره باید د دا ډول پانګونو ملاتړ وکړي، نه د شک ایجاد او غیر منطقي مخالفت څرګندول؛ خو څرګنده ده چې د دوی شعارونه او دعوې د دوی له عمل سره مخالف دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد افغان ملت مخالفین د شعار او عمل تر منځ؛ رښتیا څه دي!؟
    راتلونکي مقاله د سولې په پلمه د اشغال مرسته؛ پاکستاني پوځ د اسرائيل تر چتر لاندې غزې ته ځي

    مربوطه لیکنې

    په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان فعاله دیپلوماسي او د مخالفینو اندېښنې

    13 جنوري 2026

    د فهیم فطرت اندېښنې؛ د څلورو کلونو اختلاف او د کاذب غرور پایله

    12 جنوري 2026

    پنځه روایتونه او واقعیتونه؛ د تبلیغاتي جنګ او فکري برلاسۍ ابزار

    11 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 13 جنوري 2026

    ترکيه جوزجان کې د ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید فابریکه جوړوي

    کابل کې د ترکیې سفارت وايي، چې د ياد سفارت سرکنسل مراد دیکمن د بلخ…

    افغان او قطري چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو او روانو سیاسي تحولاتو خبرې کړي

    13 جنوري 2026

    سوډان کې د غوڅ ملاتړ ملېشو پر اکمالاتي کاروان هوايي بريد شوی

    13 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ترکيه جوزجان کې د ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید فابریکه جوړوي

    13 جنوري 2026

    افغان او قطري چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو او روانو سیاسي تحولاتو خبرې کړي

    13 جنوري 2026

    سوډان کې د غوڅ ملاتړ ملېشو پر اکمالاتي کاروان هوايي بريد شوی

    13 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.