Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي ـ اقتصادي مطالعاتو د پیل هوکړه‌لیک لاسلیک شو
    افغانستان

    د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي ـ اقتصادي مطالعاتو د پیل هوکړه‌لیک لاسلیک شو

    صابر افغانصابر افغان21 فبروري 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي ـ اقتصادي مطالعاتو د پیل هوکړه‌لیک لاسلیک شو.له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې ادارې عمومي رئیس بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو د پیل اړوند مهم هوکړه‌لیک د افغانستان، ازبېکستان او متحده عربي اماراتو د مسوولینو له لوري لاسلیک شو.:«دغه هوکړه‌لیک د افغانستان له لوري بخت الرحمن شرافت، د ازبېکستان له لوري د یاد هېواد د ترانسپورت وزیر میرزا موئین اوغلي او د متحده عربي اماراتو له لوري الانیش شرکت د رئیس ترمنځ لاسلیک شو، چې پر بنسټ به یې یاد شرکت د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې تخنیکي، ټولنیز او اقتصادي مطالعات په خپل مالي لگښت کوي او د دغو مطالعاتو پایلې به د افغانستان، ازبېکستان او پاکستان له لوري په دغه مهمه پروژه کې د پانگونې د جذب په موخه له نړیوالو مالي بنسټونو، هېوادونو او سوداگرو سره شریکوي.»د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ مهمه پروژه چې د افغانستان له خاورې په تېرېدو د اوسپنې پټلۍ له لارې د منځنۍ اسیا له سوېلي اسیا سره نښلوي. له مزار شریف څخه پیل او د ۶۴۷ کیلومتره په اوږدوالي له سمنگان، بغلان، بامیان، میدان وردگ، لوگر او پکتیا ولایتونو څخه په تېرېدلو سره د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ له ډیورنډ فرضي کرښې سره نښلول کېږي.د اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې، دغه پروژه له تېرو څو کلونو راهیسې تر بحث لاندې وه، چې د افغانستان، ازبېکستان او پاکستان د اوسپنې پټلۍ تخنیکي ډلو له لوري په بریالیتوب تر سره شوه او د افغانستان د کابینې له لوري ومنل شوه.یادې ادارې یو ځل په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې له هېوادونو، نړیوالو بنسټونو او سوداگرو څخه غوښتي چې په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانگونه وکړي او دغه اداره به ورته گڼې اسانتیاوې برابرې کړي.

    مخکینۍ مقالهناروې: په افغانستان کې د اقلیم بدلون په اړه غونډه جوړ وو
    راتلونکي مقاله په تېرو لسو میاشتو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۶۰۰تنه مړه شوي

    مربوطه لیکنې

    روان کال هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

    17 دسمبر 2025

    کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه

    17 دسمبر 2025

    ۲۰۳ منصوري قول اردو: نن چهارشنبه پکتیا کې د ځینو لویو وسلو ازموینه ترسره کېږي

    17 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 17 دسمبر 2025

    حماس غورځنګ درې زره تازه دمي ځواکونه جذب کړي دي

    د تسنیم خبري آژانس د يو شمېر رسنۍ اسرائيلي رسنيو له قوله راپور ورکړی، چې…

    روان کال هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

    17 دسمبر 2025

    بي‌اېل‌اې: جنګیالیو یې په جلا جلا بریدونو کې ۱۲ پاکستاني عسکر هلاک کړي

    17 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    حماس غورځنګ درې زره تازه دمي ځواکونه جذب کړي دي

    17 دسمبر 2025

    روان کال هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

    17 دسمبر 2025

    بي‌اېل‌اې: جنګیالیو یې په جلا جلا بریدونو کې ۱۲ پاکستاني عسکر هلاک کړي

    17 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،094 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،039 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،098 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.