د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راځي چې د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه کې په يو شمېر موضوعاتو بحث وشو او له ډلې یې ځينې تاييد شوي دي.
خبرپاڼه وايي چې دې غونډې ته د منرالونو د اولویت بندۍ سند او د ستر مقیاس معدني موادو د پروسس په موخه د معدني ساحو د ځانګړي کولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه او تر هراړخیزې ارزونې وروسته د تخنیکي کمېټې له لوري تاييد او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوې ده.
خبرپاڼه زياتوي چې په دغه غونډه کې له کوکچې سیند تر ابدان دښتې پورې د کانال پر غځولو بحث شوی او د کمال خان بند د دویم فاز (قلعه افضل بند) د امکان سنجۍ په تړاو د ټاکل شوې کمېټې راپور هم وړاندې شو چې د تخنیکي کمېټې له لوري تایید او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شو.
د خبرپاڼې له مخې د غونډې په پای کې د یوځل کارېدونکي پلاستیک د کنټرول او کمولو طرحې په اړه هم بحث وشو، او د دغه طرحې له هراړخیزې ارزونې وروسته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ته سپارښتنه وشوه، څو د ښکېلو وزارتونو او ادارو د نظرونو په پام کې نیولو سره یاده طرحه غني او د تطبیق په موخه یې له خصوصي سکټور سره مجالس ترسره شي.