
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د کرنې وزارت اړوند د عوایدو لوړولو درې طرحې له هر اړخیزې ارزونې وروسته تائید شوې.
اقتصادي معاونیت زیاتوي، چې دغه طرحې د کرنې وزارت اړوند د کرنیزو څېړنو، کرنیزو تخمونو، د مالدارۍ خدمتونو او حیواني روغتیا او د نباتاتو د ساتنې او قرنطین ریاستونو له لوري وړاندې شوې.
د یادو طرحو په تطبیق سره به د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو کیفیت او کمیت لوړ، بهرنیو هېوادونو ته به یې په صادراتو کې اسانتیاوې رامنځته او د کرنې وزارت عواید ورسره زیات شي.

