
د القاعدې اسلامي، غورځنګ پوځي څانګې (حرکة الشباب المجاهدین) د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو ښار کې د دغه هېواد پر پوځي کاروان برید کړی.
الشباب ته نږدې رسنۍ وکالة شهادة الاخباریه لیکلي، چې په دې برید کې نهه سومالیایي استخباراتي سرتیري وژل شوي او دوه موټر یې تخریب شوي دي.
سرچینې په دې برید کې الشباب ته د اوښتو زیانونو په اړه څه نهدي ویلي.