د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې، نن دوشنبه د المان په منهايم ښار کې د کارنيوال په نوم په يوه دوديزه مېله کې د خلکو په ګڼه ګوڼه د يوه کس له لوري موټر خېږول شوی، چې په ترڅ کې يې دوه تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي، چې له ډلې یې د ۱۵ هغو وضعيت نازک ښودل شوی دی.
د معلوماتو له مخې، پوليسو له پېښې وروسته په ياد ښار کې بېړنی وضعيت اعلان کړی، لویې لارې یې تړلي او خلکو ته یې په خپلو ځايونو کې د پاتې کېدلو توصيه کړې ده.
لومړني معلومات ښيي چې، بريدګر د يوه تېز رفتاره سپورټي موټر په مټ په خلکو بريد کړی، چې د پوليسو له لوري نيول شوی او لا یې د هويت په اړه جزئيات نه دي خپاره شوي.
ياده دې وي، چې په المان کې په دې وروستيو کې دا درېيمه ستره د موټر خېږونې پېښه ده چې پکې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.