تمیم حمیدي
خبر
د الکېس په نوم یوې برېټانوۍ څېړونکې ادارې ویلي، د دوی موندنې ښیي چې سږ کال به په افغانستان کې د کوکنارو کښت دومره لږ وي، چې په تاریخ کې یې ساری نه دی لیدلی شوی.
یادې ادارې په خپل تازه راپور کې چې د سټلایټ څخه په لوړ کیفیت سره اخیستل شویو انځورونو له مخې یې ترتیب کړی، ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کموالي علت په افغانستان کې د طالبانو له خوا د دغه بوټي په کرکیلې بندیز دی، چې دوه کاله وړاندې یې لګولی دی.
د الکېس ادارې دا انځورنه د افغانستان له ۱۴ ولایتونو څخه اخیستي، چې هلمند، کندهار، ارزګان، فراه، ننګرهار او بغلان ولایتونه هم پکې شامل دي چې یادې ادارې په خبره، پخوا به په پراخه پیمانه پکې کوکنار کرل کېدل.
د دې ادارې په څېړنه کې وړاندې راغلي، چې پخوا افغانستان په نړۍ کې د کوکنارو د تولید ۹۵ سلنه برخه جوړوله، خو اوس داسې ښکاري چې دغه کچه په چټکۍ سره د صفر کېدو لور ته روانه ده.
تبصره:
په افغانستان کې د کوکنارو او نورو نشهیي توکو د کرکیلې او تولید بحث له ډېرې اوږدې مودې راهیسې د افغانستان د وخت د حکومتونو او نورې نړۍ، په ځانګړې توګه د لویو قدرتونو ترمنځ د مېز د سر له ګرمو بحثونو څخه یو و.
دا حقیقت دی چې په افغانستان کې له کورنیو جګړو راپه دې خوا وخت ناوخته د کوکنارو او نورو نشه يي توکو کرکیله شوې، خو دې چارې خپل دلایل درلودل.
لومړی خو که پنځوس کاله وړاندې د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته وګورو، د هغه مهال او تر هغه وړاندې په دغو محصولاتو کې د کوکنارو په نوم هېڅ نه وو؛ دا پدیده د کورنۍ جګړې، انارشېزم او د پردیو هېوادونو د پراخو مداخلو پرمهال د یوې سیستماتیکې پروژې په ډول افغانستان ته راوړل شوه.
د دې چارې علتونه به ډېر وي، خو د افغانستان د خپلو ښو کرنیزو محصولاتو ځایناستي کول، په افغانستان کې په نشو د خلکو اخته کول، افغانستان ته د بهرنیو مافیاوو د لاسونو اوږدول او د پردیو مداخلو لپاره د افغانستان نوم بدول یې عمده علتونه دي.
په افغانستان کې د طالبانو د تېرې واکمنۍ پرمهال دا پدیده په یوه فرمان سره په بشپړه توګه ودرېده، خو د تېرې جمهوري دورې پر مهال چې دلته د لسګونو هېوادونو لکونه پوځونه راغلي وو او ټول افغانستان یې اشغال کړی و، دا پدیده یو ځل بیا وغوړېده.
که څه هم په ښکاره توګه به ویل کېدل چې له دې پدیده سره د مبارزې پر ضد میلیونه ډالر لګول کېږي، خو دا کیسه برعکس وه او دا ځل د تېر په پرتله خطرناکه هم وه.
میلیونه تنکي ځوانان، ښځې، سپین ږیري، آن لوستي کسان او ماشومان په ډېر مهارت او پروژه يي توګه له تاریاکو څخه په ترلاسه کېدونکو نورو نشته توکو روږدي شول، دغه راز له دې پدیدې څخه په لویه کچه عایدات لومړی اروپايي او امریکايي هېوادونو ته رسېدل او په دویم قدم کې د تېرې جمهوري دورې ان تر وزیر پورې لوړ پوړي چارواکي له دې پدیدې تغذیه کېدل، خو بلې خواته به پر لارو او سړکونو پرتو روږدو انسانانو د هر روغ انسان زړه بوټ پرېکاوه؛ دا هرڅه د یوه منظم پلان له مخې روان وو او هر چارواکي او مافیايي ډلې به ترې خپل جېبونه ډکول.
هره ورځ به ډېر کسان تر پلونو لاندې او په نورو عامه ځایونو کې د نشو له کبله مړه کېدل او لسګونه نوي کسان به پرې اخته کېدل، خو چا یې د مخینوي لپاره څه نه کول، بلکې هغه پیسې به چې د مبارزې په نوم راتلې، هغه به یې د ترویج لپاره لګول کېدې.
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه په دویم ځل واک ته د طالبانو په رسېدو سره، دوی تر ټولو لومړی د دې پدیدې د بندېدو اعلان وکړ او په نشو روږدي یې له لارو او کوڅو راټول او تداوي کړل؛ د دوی دا کار نه یوازې په کورنۍ بلکې په نړیواله کچه هم وستایل شو او باید ستایل شوی وی.
طالبانو خپله برخه مسوولیت ادا کړ، خو له بده مرغه نړۍ په دې برخه لا تر اوسه هم خپل مسوولیت نه دی ادا کړی، نشه یي توکي یوه نړیواله ستونزه ده او ټوله نړۍ یې په له منځه وړلو کې مسووله ده، نړۍ ته ښايي چې د دې پدیدې د له منځه وړلو لپاره له بزګرانو سره د بدیل معیشت په برخه کې مټې راونغاړي او که رښتیا هم د دې پدیدې ورکول غواړي، همدا یې د امتحان میدان دی؛ امریکا، له ۴۰ ډېرو هېوادونو او تېرې جمهوري ادارې دا کار ونه کړ، خو د طالبانو یوه فرمان دا هرڅه بدل کړل.
نړۍ ته ښايي چې په افغانستان کې دا ډول لویي لاسته راوړنې له پامه ونه غورځوي، بلکې د دا ډول لویو او مهمو مسایلو په برخه کې خپله رښتینې همکاري وکړي؛ ځینو هېوادونو تر اوسه هم دا بهانه کوله او تورونه به یې لګول، چې ګواکې په افغانستان کې تریاک کرل کېږي، خو دغه راپور هرڅه په ډاګه کړل؛ په همدې ډول له افغانستان نورې نړۍ ته ګواښ مسئله هم همداسې بې بنسټه او بې ځایه تور دی او هرڅوک چې په دې کې شک لري، شک یې بې ځایه او اوړه یې شګه لري.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.