د سوداګرۍ او پانګونې خونه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په کابل کې د امام ابو حنيفه په درييم نړيوال نندارتون کې د افغان او بهرنيو سوداګرو تر منځ ۱۰۰ تړونونه او همدارنګه د کورنيو سوداګرو تر منځ د ۱۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت ۳۲۴ تړونونه لاسليک شوي دي.
همدا راز ياده خونه زياتوي چې د امام ابو حنیفه له درېیم ملي او نړیوال نندارتون څخه چې پرون پای ته ورسېد ۷۰۰زره کسانو لیدنه او پېرودنه کړې ده.
د يادونې وړ ده چې د امام ابو حنيفه نړيوال نندارتون سږ کال د درييم ځل لپاره په کابل کې پرانیستل شو چې په سلګونه کورنيو او بهرنيو شرکتونو او سوداګرو پکې خپل توکي خرڅلاو ته وړاندې کړل او همدا راز د ميليونونو افغانانو پير او پلور پکې ترسره شوی.