معمولا هيوادونه د خپلو موخو لپاره په اوږد مهال کې ځينې خلک د ځان لپاره د پروژې، د دوی د غوښتنو د پوره کولو او د موخو په سمه د تحقق لپاره روزي او يا هم وخت ناوخت پرې پانګونه کوي.
دغه ډول کړنې له تيرو څو لسيزو په افغانستان کې ځينو بهرنيو يرغلګرو او قوت لرونکو هيوادونو هم ترسره کړې دي، همدارنګه له دې سره په افغانستان کې دننه ځينو احزابو او ګوندونو د خپلو مخالفانو د ځپلو په موخه او يا هم د بهرني ملاتړ خپلولو په موخه خپل کسان له نورو هيوادونو سره د اړيکو جوړولو او يا روزلو لپاره لېږلي دي.
د ايس رياست په نامه د امريکایي لیکوال (سټيف کول) په خپل کتاب کې ليکلي، «په نویمو لسیزو کې چې افغانستان د کورنیو جګړو سره لاس ګریوان وو او دلته بيلابيلې وسلوالې ډلې د کابل نيونې لپاره له يو بل سره په خونړيو جګړو بوختې وې، د احمد شاه مسعود په نامه د نظار شوری د وخت قومندان خپل لس تنه ملګري امريکا ته د استخباراتي روزنې لپاره لېږلي وو، د هغه په وينا په دې ډله کې يو هم امرالله صالح وو». امرالله صالح هغه مهال چې لا تنکی ځوان وو، په امريکا کې و روزل شو، نوموړی بيا وروسته د نظار شوری او غربي نړۍ ترمنځ يو مهم د وصل شخص پاتې شو.
پر افغانستان د امريکا د يرغل پرمهال امرالله صالح د امريکايانو لخوا له طالبانو سره د جګړې لپاره په بېلابېلو بستونو وګمارل شو، دی په دې سیاسي سفر کې د پرځېدلي جمهوریت تر لومړی مرستيالۍ څوکۍ هم ورسېده.
هغه په ۲۰۱۹ کال په کابل کې يوې خصوصي ټلويزيوني شبکې طلوع نيوز ته د مرکې پر مهال چې دی برحاله د اشرف غني لومړی مرستيال و، وويل: پر امريکايانو باور نه ده په کار، هغوی مو د خپلو موخو لپاره کاروي او بيا مو بيرته په نيمه کې پرېږدي، ده کټ مټ د نظار شوری د يو بل قومندان عطا محمد نور خبره وکړه، هغه ويلي و، «مونږ لکه پيپسي بوتلونه، د امريکا چې په کار وو، راڅخه یې استفاده یې وکړه او چې اړتيا يې پوره شوه لکه بوتل لرې یې وغورځولو».
صالح تیرې دوې لسیزې د يو فلمي لوبغاړي په توګه په احساساتي ويناو ځان ته شهرت موندنې کړې دي، دی د کابل له سقوط وروسته بل هيواد ته لاړ او تيرې درې لسیزې یې د طالبانو خلاف د میډیا له لارې د مخالف په توګه ځان را ښکاره کړی، خو له نويمو لسیزو بيا تر اوسه دی له امریکايي لوري سره قوي اړيکې لري.
په دې برخه کې امريکا د کانګرېس يو غړي ټيم پرچيت نوموړی امريکا ته ور بللی چې د افغانستان راتلونکي په اړه خبرې ورسره وکړي، په داسې حال کې چې د امريکا د استازو جرګې غړي مایکل مکال درې مياشتې وړاندې د شر او فساد ډلې مشر احمد مسعود هم ور بللی وو، چې د امريکا د استازو د جرګې او نورو امريکايي سياستوالو له سخت مخالفت سره د بايډن حکومت نوموړي ته د امريکا د ورتګ ويزه ورنکړه؛ په داسې حال کې چې په راتلونکو څو ورځو کې په امریکا کې واک د بايډن حکومت لخوا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته سپارل کېږي، د صالح بلل يوازې په طالبانو د فشار په توګه د يوې وسلې کارونه کېدای شي.
که څه هم افغان ولس د امرالله صالح او نورو له تېر حکومت او محلي حکومتداري څخه پوزې ته راغلي، د امريکا د کانګرېس د يو غړي لخوا به امرالله صالح سره ليدنه د شر او فساد ډلو لپاره کومه خاصه لاسته راوړنه ونه لري، په داسې حال کې چې امرالله صالح د شر او فساد د نوې جبهې د جوړلو په لټه کې ده، امريکا ته ورتګ یې ممکن د ده شخصي شر او فساد ډلې لپاره موثريت ولري او يا هم د امريکا لخوا د يو ابزار په توګه ترې د طالبانو ضد استفاده وکړل شي.
دی چې استخباراتي روزنه يې په امريکا کې ترسره شوې ده، د امريکايانو لخوا تل د خپلو موخو لپاره ترې ګټل اخيستل کېږي، خو تر دې دمه دا لا معلومه نه ده چې صالح به د بايډن حکومت پر مهال امريکا ته ولاړ شي، په داسې حال کې چې همدې حکومت احمد مسعود ته د امريکا د ورتګ ويزه نه وه ورکړې او که د ټرمپ د حکومت په وخت کې چې لا یې د افغانستان په وړاندې ځانګړی واضح دریځ او پاليسي له وړاندې نه ده معلومه شوې.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.