امرالله صالح چې د جمهوریت له ماتې خوړلو څهرو څخه دی، یو ځل بیا هڅه کوي د افغان کډوال له کړاوونو او بد وضعیت څخه په ناوړه ګټې اخیستنې، ځان په سیاسي فضاء کې مطرح کړي. دا ډول کسان د واک داسې تږي دي چې په لاره کې یې له هر ډول انساني دردونو هم استفاده کوي، که څه هم دا کار یې د خلکو د تاوان او له ملي ګټو سره د ټکر په بیه تمام شي.
وروسته له هغې چې له ایرانه د افغان مهاجرینو د ایستلو بهیر چټک شو او هره ورځ لسګونه زره تنه د سپکاوي او تحقیر په ډول بېرته شړل کېږي، امرالله صالح د دې پر ځای چې له دې ځورېدلو خلکو سره خواخوږي وکړي، د ایران منتقدین یې ملامت کړي؛ وایي نور دې شکایت نه کوي، د فرهنګي او مذهبي مشترکاتو یادونه دې پرېږدي او ایران ته دې مزاحمت نه جوړوي.
په داسې حال کې چې مهاجرین د ژوند تر ټولو سختې ورځې تېروي، د دوی له عزت او کرامت څخه دفاع نه کول، نه یواځې د ملت په وړاندې بې پروايي ده، بلکې د هغوی پر وړاندې د روان سپکاوي د تائید معنی لري.
صالح له یوې خوا د ولسواکۍ خبرې کوي، خو له بلې خوا د توهین او د انساني کرامت پر پایمالېدو د تائید ټاپه وهي. دا هماغه ستر ټکر دی چې همېشه د ماتې خوړلې سیاستوالو د خبرو او عمل ترمنځ لیدل کېږي.
صالح د خپلو خبرو په یوه برخه کې د کډوالۍ لاملونه د دوحې له تړون سره تړي، هغه تړون چې د طالبانو او امریکا ترمنځ په قطر کې لاسلیک شو. خو که واقعیت ته وګورو، د کډوالۍ ریښه تر کورنیو جګړو پورې رسیږي، هغه جګړې چې فراري څهرو او د تنظيمي مشرانو له خوا د قدرت د ترلاسه کولو لپاره پیل شوې وې او افغانستان یې د قدرت غوښتنې په خونړي ډګر بد کړی و.
اسناد او شواهد هم دا ښيي چې ډېری افغانان د دوحې له هوکړې وروسته نه، بلکې د همدې کورنیو جګړو په مهال کډوال شول، اصلي لامل باید د تنظیمي سیالیو، سیاسي خیانتونو او د ۲۰۰۱م کال د بن په ناسته کې په پردیو د افغانستان د برخلیک په خرڅلاو کې ولټول شي.
صالح د مهاجرینو جبري ستنېدنه د سرباز ګیرۍ لپاره «یو فرصت» بولي او لیکي:«په هره تیاره پسې رڼا وي، دا د خلکو څپه د غرونو، درو او سړکونو د ډکولو لپاره بسنه کوي، څوک چې ستنیږي یو نوی واقعیت جوړوي، دوی سیوري ندي، ریښه لري، دا ستنېدل د آزادي غوښتونکو د بسېج لپاره حیاتي دي».
د امرالله صالح پلویانو ته دا د افسوس وړ خبره ده چې نوموړی د ناورین په وخت کې د دې پر ځای چې د مهاجرینو تر څنګ ودرېږي او د خواخوږۍ خبرې وکړي، هڅه کوي چې د دوی له دردناکو حالاتو څخه سیاسي استفاده وکړي او د دوی له مجبوریت څخه د خپلو پوچو او بې بنسټو سیاسي اهدافو لپاره ګټه واخلي.
خو دا یو تریخ حقیقت دی چې ډېری راستانه شوي کسان، آن د اوسېدو لپاره سرپناه نه لري، وار خو د دې شو چې دوی به د نورو د سیاسي اهدافو لپاره ځانونه قربان کړي. دوی اوس تر هر څه وړاندې د خپل پاشلي ژوند د بېرته رغولو او بقاء فکر کوي.
صالح د دې پر ځای چې له دې کړاو ځپلو خلکو سره اوږه په اوږه ودرېږي، هڅه کوي په بې محتوا شعارونو سره له دوی څخه د یوې وسیلې په توګه کار واخلي. خو دا خلک لکه څنګه چې صالح وايي، سیوري ندي او وسیلې هم ندي؛ بلکې دا د ټولنې ژوندي واقعیتونه دي، هغه خلک چې یو وخت مو د ژوند حق ترې واخیست، اوس بېرته راغلي چې خپل حق بېرته واخلي.
دوی د دې لپاره نه دي راغلي چې ستاسې د ناوړو اهدافو قرباني شي او نه غواړي چې خپل ژوند ستاسو د اولادونو د راتلونکې قرباني کړي. دوی راغلي چې د تاریخ تکرار ته اجازه ورنکړي؛ دوی نه غواړي چې د خپل هېواد برخلیک یې یو ځل بیا ستاسې په څېر د معامله ګرو لاسونو ته ولوېږي او خاوره یې د سیاسي خاینانو او غلو په ځالو بدله شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.