Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د امرالله صالح مرموزه څهره او د امریکا په اړه متزلزل دریځونه
    تورې څېرې

    د امرالله صالح مرموزه څهره او د امریکا په اړه متزلزل دریځونه

    صابر افغانصابر افغان23 جون 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پرځېدلي جمهوریت لوموړی مرستیال او د سي آی اې پخوانی جاسوس امرالله صالح، نه تنها دا چې په افغانستان کې د خپلو مشکوکو او مرموزو ماموریتونو او متزلزلو دریځونو له کبله د یوې مبهمې، له ارزښتونو خالي او مرموزې څهرې په توګه پېژندل کېږي، بلکې د نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه د امریکا په اړه یې دريځونه له ابهام او تزلزل ډک دي.

    نوموړی د خپلو د همدغو دریځونو په دوام، کله د امریکا نږدې جاسوس پاتې شوی، کله یې خواخوږي ورسره له اندازې ډېره کړې او کله نا کله بیا ترې ګیله من وي او دوی په جفا او ناځوانۍ تورنوي. د نوموړي دا څهره وروسته له هغې نوره هم افشاء شوه، کله چې نوموړی د اشرف غني لومړی مرستیال شو. کله به یې چې ګټې د امریکایانو له خوا له ګواښ سره مخ شوې، په ځانګړې توګه هغه مهال چې انتخاباتي منډې ترړې وې او دغه راز کله چې امریکا په افغانستان کې له ماتې وروسته د وتلو پرېکړه وکړه.

    صالح امریکایان ډېر وهڅول چې په افغانستان کې پاتې شي، دوی ته یې آن ځینې امتیازات هم ومنل او دوی ته یې ګڼ لقبونه ورکړل. کله به یې ورته د افغانستان ارزښتونه لیلام کړل او کله به یې تر دې هم زیات امتیازات ورته منل. خو کله چې یې ولیدل امریکایان په خپلو پرېکړو کې جدي دي او د سختو فشارونو له وجې خپلې ماتې ته متوجه دي او په دې سره د نوموړي شخصي ګټې له ګواښ سره مخ دي، نو یې له دوی ګیلې پیل کړې، کله یې په جفا تورنول، کله یې په خیانت او کله هم له خپلو په اصطلاح متحدینو سره په ناځوانۍ.

    د صالح دا دریځونه د جمهوریت له پرځېدو وروسته لا پسې کاواکه شول او لار ترې ورکه شوه، په امریکایانو یې تورونه ولګول چې ګواکې د دوی ملاتړ نه کوي او پر ځای یې له طالبانو ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې امریکا له همدې طالبانو سخته ماته وخوړه او شل کلنه دښمني یې په ابدي دښمنۍ واوښته.

    د صالح دا ټول دریځونه د هغه د ژور شخصیتي اختلال، پر خپلو ګټو راڅرخېدو، له ارزښتونو د محرومیت، له خپلو خلکو او ولس د پردیتوب او کاواکه او متزلزل دریځ ښکارندوی دی. هغه هېڅ ډول ارزښتونو ته ژمن نه دی، د هېچا دوست او ملګری نه دی، هېڅ ارزښت ته ژمن نه دی، هېڅوک پرې باور نه شي کولی او هر څه د خپلې شخصي ګټې او سلیقې په ترازو تلي، ځکه نو اوس پر خالي میدان پاتې دی، څوک یې خبرې نه اوري او نوموړی د تزلزل او بې ثباتۍ له لاعلاجه رنځه ځورېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده
    راتلونکي مقاله د ایران د بهرنیو چارو وزیر له روسي چارواکو سره پر سیمه‌ییزو تحولاتو د خبرو لپاره مسکو ته رسېدلی

    مربوطه لیکنې

    له نړۍ ناهیلي مخالفین د اختلاف او لار ورکۍ په ګرداب کې

    14 جولای 2025

    تښتېدلي مخالفین؛ له امریکا څخه یې ګیلې او پر لویدیځوالو نیوکې

    12 جولای 2025

    د امرالله صالح حربه؛ د مهاجرینو له زخمونو سیاسي ګټه‌ اخیستنه

    8 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 19 جولای 2025

    د امریکا په منځګړیتوب د سوریې او اسرائیل ترمنځ په اوربند هوکړه وشوه

    د سوریې په چارو کې د ټرمپ ځانګړي استازي ټام باراک اعلان کړی، چې د…

    افغان او ترکمن چارواکو د ټاپي او اوسپنې پټلۍ پروژو په اړه خبرې کړي

    19 جولای 2025

    د لسم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ پیل شوې

    19 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د امریکا په منځګړیتوب د سوریې او اسرائیل ترمنځ په اوربند هوکړه وشوه

    19 جولای 2025

    افغان او ترکمن چارواکو د ټاپي او اوسپنې پټلۍ پروژو په اړه خبرې کړي

    19 جولای 2025

    د لسم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ پیل شوې

    19 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،986 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،919 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،926 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.