Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د امرالله صالح کاذب او بې اغېزي شخصیت
    تورې څېرې

    د امرالله صالح کاذب او بې اغېزي شخصیت

    صابر افغانصابر افغان24 دسمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ګوریلايي او کورنۍ جګړو د قوماندان احمد شاه مسعود له وژل کېدو وروسته، کله چې امریکا او متحدینو یې افغانستان اشغال کړ، امرالله صالح د ټلوالې، په ځانګړې توګه د مسعود د څنګ له ملګرو حسابېده، د جمهوریت له حاکمیت سره یې لومړنی مسؤلیت د کرزي په واکمنۍ کې د ملي امنیت ریاست و، له دغه ریاست واخله، بیا د اشرف غني تر مرستیالۍ پورې مسؤلیتونه ورکول شوه؛ د شل کلن جمهوریت پر مهال یې ګڼ شمېر لومړۍ درجه مسؤلیتونه اداء کړل، خو په خپلو مأموریتونو کې له سختې ناکامۍ سره مخ و.

    د جمهوریت د حاکمیت پر مهال د ټلوالې ګټې ګډي وې، امرالله صالح چې د دغه ټلوالې غړیتوب یې درلود، پر جمهوریت، په ځانګړې توګه اشرف غني باندې د نفوذ ساتنې لپاره استفاده کېده؛ امرالله صالح پر اشرف غني یو تپل شوې څهره وه، له دې وړاندې یې تر منځ مخالفت تر دې کچې و، چې غني یې فاشیست باله، خو د لومړي مرستیال په توګه تر ټاکل کېدو وروسته یې له موقف په استفاده د ټلوالې ګټي تأمینولې او کله – کله یې اشرف غني ته هم لابي کول.

    امرالله صالح تنها استفاده کېدونکی روباټ و، نه یې نفوذ درلود، نه په ټولنه کې اغېزمن ثابت شوی و او نه یې هم سیاسي ثبات درلود، بلکې اغېزمنتیا یې د مسؤلیتونو پر مهال په کامله توګه له منځه تللې وه؛ ځینې ادعاوي شتون لري چې تنها د هغه د استخباراتي ذهن په پلمه موقفونه ورکول کېده، خو نوموړي د امنیتي وضعیت د ښه کولو په برخه کې یې هیڅ ډول اغېزمن فعالیت نه درلود، د ارګ د شپږ نیمو بجو په غونډو کې چې د امنیتي مسایلو او د نا امنۍ پر ضد مبارزې په اړه ترسره کېدې، د نتیجې له نشت برسېره طنز ګرځېدلي وې.

    د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې، د طالبانو لخوا د کابل له نیولو سره هم مهاله احمد مسعود او امرالله صالح له میلیونونه ډالرو سره پنجشېر ته لاړل او د طالبانو په ضد یې مقاومت اعلان کړ؛ بیا ځل د پخوانیو سیاسیونو هیلې ورته پیدا شوې، امرالله صالح یې مهم شخصیت وباله او انلاین ملاتړ یې ترې کاوه، خو لږ وخت لا نه و تېر شوی، چې له پنجشېر څخه یې تاجکستان ته تېښته وکړه، بغاوتګر یې د طالبانو د ټوپک شپېلۍ ته پرېښودل او خپله یې انلاین مبارزې ته دوام ورکړ.

    اوس چې ټلواله هم ټوټې – ټوټې شوې ده، هر یو پخوانی غړی یې ځانته ائتلاف، ډله او داعیه لري، په هیڅ صورت کې له دې دومره ناکامیو برسېره پر نوموړي باور نه کوي او نه یې د بیا ځلې مخته کېدو ملاتړي دي. بلکې برعکس د نوموړي د مخنیوي لپاره هڅې کوي او د سختو غبرګونونو تر څنګ یې تمسخر کوي هم.

    امریکا ته د یو امریکايي سناتور لخوا د نوموړي وبلل کېدو په ټولنیزو رسنیو کې د پخوانیو سیاسیونو او ټولنیزو رسنیو د فعالانو تر منځ دوهم ځل ناندرۍ راولاړې کړې دي؛ دوی امرالله صالح یو بې اغېزې، منفور، ناکام او کاذب شخصیت ګڼي، دوی همدا راز نوموړی د یوې ډلې د استازي په توګه لا هم نه مني، خو امرالله صالح د ولسمشرۍ په خیالي لقب ځان د افغانستان استازی معرفي کوي.

    په دې وروستیو کې نورو ډلو – ټپلو ته منسوبو رسنیزو فعالانو نوموړي ته توصیه کړې، چې له سیاسي فعالیتونو تېر شي او په خپل کور کې بې طرفه او ارام ژوند ته دوام ورکړي؛ ځکه دوی امرالله صالح د جمهوریت په ناکامۍ او پرځېدو کې هم دخیل شخص ګڼي او د ملامتۍ پړه پرې اچوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد ۱۴۵ میلیون ډالرو په پانګونې سره د لوګر سیمنټو تولیدي کارخونې تړون لاسلیک شو
    راتلونکي مقاله خواجه آصف د څه په لټه کې دی!؟

    مربوطه لیکنې

    شخصي تقدس‌ پالنه او که د ملي حافظې تحریف؛ د خلکو په وړاندې د امرالله صالح چل او دروغ

    1 جون 2025

    د یوه متنازع شخصیت د میراث ارزونه؛‌ احمدشاه مسعود د ملت، تاریخ او استخباراتي لوبو په هینداره کې

    31 مې 2025

    په سیمه ییزو مسایلو کې د مخالفو ډلو بې ثباته او نا څرګند دریځونه

    29 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 1 جون 2025

    نایجریا کې د سختو سېلابونو له امله ۱۵۱ کسان وژل شوي

    د نایجریا د بېړنیو خدمتونو چارواکو اعلان کړی، چې د دغه هېواد په نایجر ایالت…

    غزه کې پر نهارو فلسطینیانو د اسرائيلي رژیم برید؛ ۶۵ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    1 جون 2025

    ملا نورالدین ترابي د سره صلیب نړیوال فدراسیون له سرپرست سره د بشري همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    1 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نایجریا کې د سختو سېلابونو له امله ۱۵۱ کسان وژل شوي

    1 جون 2025

    غزه کې پر نهارو فلسطینیانو د اسرائيلي رژیم برید؛ ۶۵ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    1 جون 2025

    ملا نورالدین ترابي د سره صلیب نړیوال فدراسیون له سرپرست سره د بشري همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    1 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،940 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،876 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،865 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.