
د امربالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند مولوي سیف الاسلام خیبر وایي، د دې وزارت محتسبینو د روان لمریز کال په وږي میاشت کې د ښځو د حقونو او ستونزو اړوند ۱۱۶ قضیو ته رسېدنه کړې.
د نوموړي په خبره، په دې قضیو کې ۲۱ د میراث، ۲۲ د مهر، ۴۶ د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي، ۲۲ د اجباري ودونو او ۵ په بدو کې د نجونو ورکولو قضیې شاملې دي.
ښاغلی خیبر زیاتوي، چې محتسبینو په دې موده کې دغه راز ۳۰ ګوډګر نیولي، ۱۰۸ د شخړو او دښمنیو قضیې یې حل کړي او ټول هېواد کې یې یو زرو او ۹۲۷ اصلاحي ناستې ترسره کړې دي.