د امریکا مشرانو جرګې تر یوې جنجالي رایې اچونې وروسته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د دفاع وزارت لپاره نوماند پیټ هېګسېټ ومانه.
پیټ هېګسېټ پرون د جمهوري غوښتونکو سناتورانو له خوا درې مخالفې رایې ترلاسه کړې چې رایې یې ۵۰-۵۰ مساوي شوې او د ډونالډ ټرمپ د مرستیال جي ډي وینس له یوې رایې سره نوموړی د امریکا د دفاع وزیر په توګه وټاکل شو.
ټرمپ بيا په دې جنجالي رايه اچونه کې د دفاع وزارت لپاره هېګسېټ یو وړ کس بللی او له هغه یې دفاع کړې ده.