د اسوشټيد پريس خبري اژانس د خبر له مخې د امریکا منتخب ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له لوري د امریکا دفاع وزارت ته نوماند وزیر، «پیټ هېګزېټ» ويلي له افغانستانه د امریکایي سرتېرو وتل په نړيواله کچه د امریکا حیثیت ته زیان رسولی او دغه وتل یې د امريکا لپاره لویه ناکامي او شرم بللی ده.
راپور زياتوي چې دغه نوماند وزیر همدا راز ويلي چې له افغانستانه د امریکا وتلو له امله روسیې پر اوکراین بریدونه وکړل.
د ټرمپ له لوري دفاع وزارت ته نوماند هېګزېټ چې تېره ورځ د امریکايي سناتورانو پوښتنې ځوابولې ویلي، ټرمپ ژمن دی چې د امریکا پوځ بېرته ورغوي، او جګړې په مناسبه توګه پای ته ورسوي.