د امريکا د دفاع وزارت لپاره نوي ټاکل شوي وزير «پيټ هېګسېټ» ويلي چې امريکا د نوي جنګ په لټه کې نه ده او نه غواړي چې په جنګ کې ښکېله شي.
هېګسېټ دغه راز ويلي چې امريکا د ټرمپ د ولسمشرۍ لاندې د سولې پلوې ده، او نه غواړي په کومه نوې جګړه کې ښکېله شي.
نوموړي دغه راز ټينګار کړی چې دوی جګړه نه غواړي؛ خو که جګړې ته مجبور کړل شي نو بيا به خپل زور ښکاره کړي.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ هم په خپلو خبرو کې ويلي وو چې نړۍ کې د روانو جګړو د پای ته رسولو لپاره به هڅې وکړي.