
د امريکا د بهرنيو چارو وزیر مارکو روبیو په تازه څرګندونو کې پر یمن د امریکایي ځواکونو وروستیو بریدونو ته په اشارې، ایران ته سپارښتنه کړې چې، دا به ورته بهتره وي چې له یمن څخه لرې واوسي او مداخله ونکړي.
امریکا تېره شپه د یمن پر پلازمېنه صنعا او صعده ښارونو پرله پسې هوایي بریدونه وکړل چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګژوبله واوښته.
هېره دې نه وي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر یمن د امریکا یاد هوایي بریدونه، چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې، په کلکو ټکو غندلي دي.